1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هیلري کلنتن ژوند ته لنډه کتنه

نسیم صابر (کونر دیلون)۱۳۹۱ بهمن ۱۴, شنبه

هيلري کلنتن څلور کاله د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وه. اوس د هغې کاري دوره پای ته رسېدلې ده. کلنتن غواړي چې په راتلونکي وخت کې يو څه آرام وکړي، خو هغه به په دې وخت کې هم د افغان میرمنو له پاره خپل کار ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/17X1V
انځور: picture-alliance/dpa

هیلري کلنتن له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې یوازې د دوو کلونو په استثنأ په دوامدار ډول د «لومړۍ میرمنې یا First Lady» لقب لاره. هغه لومړی د «ارکېنساس آيالت» او بيا د امريکا متحده آيالاتو په کچه لومړۍ میرمن وه. هیلري کلنتن له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې له نیویارک څخه د امریکا په سنا کې د یوې قوي سناتورې په توګه پاتې شوې ده.

میرمن کلنتن په ۲۰۰۸ کال د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل ځان ونوماوه خو هغه وخت ولسمشر بارک اوباما دغه ټاکنې وګټلې او کلنتن یې د خپلې بهرنیو چارو وزیرې په توګه وټاکله.

هيلري کلنتن تر څلورو کلونو وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزارت شا ته پرېښود. هغې د جمعې په ورځ په رسمي ډول خپل کار پای ته ورساوه او د بهرنيو چارو په وزارت کې د خپلو کارکوونکو پر وړاندې تر راڅرګندیدو وروسته یې وویل: «که زه تېرو څلورو کلونو ته بيا کتنه وکړم، نو زه په هغه کار باندې وياړم چې موږ او تاسو په ګډه سر ته رسولی دی.»

کلنتن به خپله څلور کلنه دوره کې له ۱۱۲ هېوادونو څخه ليدنه کړې ده. خو اوس ښایي هغه یو څه آرام کول غواړي. همدا خبره د هغې میړه او د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بیل کلنتن هم کوي. هغه وایي: «زه [هیلري کلنتن ته] مشوره ورکوم چې لومړی استراحت وکړي او بيا تصميم ونيسي چې له باقي ژوند سره څه کول غواړي.» داسې ویل کیږي چې کیدای شي هیلري کلنتن ځان د متحده ایالاتو په راتلونکو ټاکنو کې ونوموي.

د کلنتن د دندې په وروستۍ ورځ هر څه سم نه ول. په دې ورځ د ترکيې په پلازمېنه انقره، کې د امريکا د سفارت پر وړاندې یو بمي بريد وشو چې په پایله کې یې د سفارت یو ترکی ساتونکې ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.

د خيال او حقيقت تر منځ سنجښت

د «ختيځ کانېتيکت آيالت د دولتي پوهنتون» د سياستپوهنې پروفيسره او د هيلري د بيوګرافۍ يوې ليکونکې نيکول کراساس، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «هر چا چې په وروستیو کلونو کې د هيلري کلنتن فعالیتونه څارلي دي په دې خبره پوهیږي چې هغې غوښتل د امریکا ولسمشره شي.»

کراساس زياتوي چې په وروستیو وختونو کې ښایي د میرمن کلنتن لومړيتوبونه بدل شوي وي. هغه وایي چې هيلري کلنتن حقيقتونو ته ګوري او په خپل ژوند کې يې ډېر کمپاينونه په لاره اچولي دي.