1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هيتلر کتاب له حاشيې سره چاپيږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د بواریا یا بایرن ایالت ویلي دي، چي د المان د نازیانو د مشر ادولف هیتلر، کتاب چي «زما جګړه» نومیږي به یو ځل بیا له حاشیې سره چاپ کړي. دا ایالت اوس د دې کتاب د چاپ حق لري.

https://p.dw.com/p/14kXl
انځور: picture-alliance/dpa

 دغه ایالت اوس د هيتلر د کتاب د نشر امتیاز لري خو د ۲۰۱۵ کال په پای کي به دا امتیاز له لاسه ورکړي. د بايرن ایالت ویلي دي چي د کتاب د بیا چاپولو پریکړه ئې ځکه کړې ده چي غواړي په راتلونکي کښي له کتاب څخه د سیاسي استفادې مخه ونیسي. بايرن غواړي چي د «زما جگړه» د کتاب یوه حاشیه لرونکي بڼه په الماني او انگلیسي ژبو چاپ کړي.

دغه کتاب به په ۲۰۱۵ کال کي چاپ شي. دا هغه وخت دئ چي دولت ددغه کتاب د نشر اختصاصي امتیاز له لاسه ورکوي.

د بایرن ایالت د مالې وزیر مارکوس سودیر، ویلي دي چي تر۲۰۱۶ کال وروسته به بواریا ددې حق و نه لري چي د نورو چاپ خانو مخه ونیسي او هغوی ته د کتاب د چاپولو اجازه ورنه کړي.

د هغه په خبره د حاشیه لرونکو کتاب د چاپلو اصلي موخه دا ده چي په راتلونکې کي د سیاسي موخو له پاره د هيتلر د کتاب د کاریدو مخه ونیوله شي:

«موږ غواړو چي د کتاب په ټولو جلدونو کي دا خبره روښانه کړو چي په کتاب کي څه بې مفهومه خبري راغلي دي او موږ غواړو همدا راز ددې کتاب د محتوایاتو د ځاني عواقبو په اړه خبري وکړو.»

د دې کتاب د چاپولو له پاره د یوې ښې ستراتیژۍ د ټاکلو له پاره اوس یو کمېسیون جوړ شوی دﺉ. په دغه کمېسیون کي پر نورو سربیره د المان یو شمېر سیاستوال، د یهودانو او کلیساوو استازي شامل دي.

د مونشن د معاصر تاریخ انستیتوت د هيتلر د حاشیه لرونکي کتاب د چاپولو مسئولیت پر غاړه لري. دغه انستیتوت د بایرن ایالت له حکومت څخه ددې کار له پاره ۵۰۰۰۰۰ یورو هم تر لاسه کړي دي.

اوس بايرن د «زما جگړه» کتاب د چاپ حق لري. تر دې وړاندي د بايرن ایالت ددې کتاب له چاپولو څخه ډډه کړې وه. په ۲۰۱۶ کال کي به د «زماجگړه» کتاب د چاپ حق ټول تر لاسه کړي. ځکه چي په دغه وخت کي به د دې کتاب د لیکوال د مړیني۷۰ کاله پوره شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل