د هولبروک روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی
۱۳۸۹ آذر ۲۲, دوشنبهپه خبرپاڼه کي همداراز زياته سوې ده چي هولبروک د يکشنبې په ورځ د يو پرې سوي شيريان ترعمليات وروسته په روغتون کي بستر پاته سو.
هولبروک 69 کاله عمر لري. د ده روغتيايي حالت د جمعې په ورځ د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو په اداره کي خراب سو او بيا سم د لاسه د جورج واشنگټن د پوهنتون روغتون کي بستر سو ترڅو د دغه خطرناکه حالت څخه را و ايستل سي.
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره سوې خبر باڼه کي ليکل سوي چي هولبروک د يکشنبې په ورځ هم عمليات سو ترڅو د ده د ويني جريان ښه سي.
په دغي خبر پاڼه کي دغه راز زياته سوې ده چي د هولبروک کورنۍ د هغو ټولو کسانو څخه چي ده ته يې دعا کړي او د ده سره همدردي ښودلي منندوي دي.
همدا راز په دغه خبر پاڼه کي زياته سوې چي افغان ولسمشر، حامد کرزي؛ د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري،د ريچارد هولبروک مېرمني، کيتي مارتون سره ټيليفوني اړيکي نيولي دي.
حامد کرزي همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينټن سره هم په دي اړه ټيليفوني خبري کړي.
د سپيني ماڼۍ مشاور، ديويد اکسلرود، د سي ان ان ټلويزيون ته ويلي دي چي ريچارد هولبروک يو ډير سخت ځانه کس دي. د ده روغتيايي وضعيت ډير د انديښني وړ ؤ او بيا ده د يکشنبې په ورځ د شريان يوعمليات هم تير کړ، که د ده پر ځاي بلڅوک وي نو دغه حالت ته به تسليم سوی وای، خو هولبروک لا اوس هم د خپل صحي حالت سره مقابله کوي.
ريچارد هولبروک افغانستان او پاکستان ته د بارک اوباما ځانګړی استازی دی چي کوښښ کوي ترڅو د افغانستان نهه کلني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.
هولبروک په داسي حال کي د ناروغۍ په بستر کي پروت دی،چي په همدې اوني کي به سپينه ماڼۍ د بارک اوما د ستراژۍ د څيړونو پايلي، اعلان کړي.
ډاکتران وايي چي د هولبروک روغتيايي حالت ډير خطرناک دی. دوی زياته وي چي د شيريان د پريکېدو په صورت کي د انسان مغز، زړه، پښو،لاسونو او پښتورګو ته وينه نه رسيږي چي په دغه حالت کي کيدای سي انسان د زړه يا مغزي سکته وکړي او يا يي هم پښتورګي له کاره ولويږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل