1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هورست کولر تر استعفا وروسته به د افريقا په برخه کي څه کيږي؟

۱۳۸۹ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

هورست کولر څه په المان اوڅه په افريقا کي تل سپيني خبري کولې. ده د افريقا ربړي لکه اداري فساد اورشوت، جګړې اوسياسي بې کفايتي تل په ډاگه يادولي...

https://p.dw.com/p/NeVA
هورست کولر د استعفا کولو پر مهال
هورست کولر د استعفا کولو پر مهالانځور: picture alliance / dpa

د المان ددولت مشر هورست کولر پرون ناببره استعفا وکړه. هغه خپل د استعفا دليل افغانستان ته د هغه د وروستي سفر په پاي کي چي کومي څرگندوني يې کړي وي ياد کړي.

کولر وويل زما پر څرگندونو باندي تر نيوکو وروسته چي زما د پاره د منلو وړ نوې د استعفا کولو پريکړه وکړه.

هغه د خپل کار په وخت کي د افريقا د وچي سره ډيره علاقه مندي درلوده او دی په اصطلاح د افريقا د دولت مشر بلل کېدی.

مثبتو اړخونو هم دده دپاره ډيره وزنه درلوده. دده لپاره د افريقا د خلکو خدمات او د کارتوان مهم و.

څه به چي پخواني جمهور رئيس پر چا او يا پر يو شي انتقاد کاوو او يابه يې ستايله خو ده ته مهمه داوه چي د افريقايانو او المانانو ترمنځ په برابرۍ سره خبري وشي.

کيولر په 2004 ميلادي کال کي دجمهوررئيس په توګه په خپلي لومړۍ وينا کي دا څرګنده کړه، چي افريقا ده ته تر هرڅه مهمه ده.

هورست کولر د افريقاسره د ملگرتيا د ټولني د غړو سره
هورست کولر د افريقاسره د ملگرتيا د ټولني د غړو سرهانځور: picture-alliance/ dpa

خو په افريقاکي خلکو ډيره خوشالي څرګنده نه کړه، ځکه چي د اسعارو د نړيوال صندق د مشر په حيث کيولر په ډيرو افريقايي هيوادونوکي په ښونځی او په روغتونوکي پر درملنه باندي ددغو هيوادونو دبودجو دکسرونو دليري کولو دپاره محصول ولګاوو.

دالمان دلايبزيک دپوهنتون استاد اودافريقا کارپوه اولف انګل وايي، چي په افريقا کي داسي خلک سته چي کيولر يي د اسعارو د نړيوال صندق د مشر په حيث پيژندی.

کولر هغه وخت په افريقا کي محبوبيت پيداکړی،چي د جمهوري رياست په لوړۍ دوره کي د افريقاسره د ملگرتيا ټولنه جوړه کړه.

کولر د افريقا سره د ملګرتيا د لاري هڅه کوله چي په برابر ډول د خبرو اترو کولو ته د عمل جامي ور واغوندي.

کولر د افريقا په وړاندي د اروپايي هيوادونو د سياست په برخه کي دريز ونيوو او د ځينو سياستوالو د ناآراميو سره سره يې وويل، چي اروپا بايد د افريقاپه وړاندي سياست کي کوم بدلونونه را نه ولي.

هغه پخپله شپږ کلنه کاري دوره کي پدې بريالی نه سو چي د المان سياست وال دخپلو خبرو اوريدوته وهڅوي. ځکه هغه پريکړي چي ده د افريقا سره د ملګرتيا په ټولنه کي کولې عملي کولای نسوای.

د المان اساسي قانون جمهوررئيس ته يوازي تشريفاتي دنده ورکړې ده.

دکولر تر استعفا وروسته دا خطر سته، چي افريقا د المان په سياست کي نور لومړي توب و نه لري. کيدای سي چي د ده ځاي کښېناستونکی به يوې بلي سيمي ته لومړي توب ورکي.

Braun, Maja/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل