د هوان یوه برید په تخار کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي
۱۳۹۶ فروردین ۱۱, جمعهاعلان
د تخار ولایت والي سنت الله تیمور، د جمعې په ورځ وویل چې پیښه یوه ورځ مخکې هغه وخت رامنځ ته شوه چې طالبانو پر یوې امنیتي پوستې باندې برید وکړ.
د جګړې په جریان کې یو هوان پوستي ته نزدې پر یوه کور باندي ولګید چې په پایله کې یې په کور کې ټول کسان ووژل شول.
پیښه په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
تیمور ویلي دي چې طالبانو په همدې ولسوالۍ کې یو ځایي پولیس، د هغه میرمن او مور هم وژلي دي.
طالبانو په وروستیو وختونو کې په شمالي ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. تمه کیږي چې د هوا له ښه کیدو سره به دغه بریدونه لا پسې زور واخلي.