«د سرحدونو بندول مې نه خوښیږي، خو دا یو ضرورت دی»
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۰, دوشنبهد هنگري حکومت په اساسي قانون کې د بدلون، د رسنیو شخړیز قانون او په ځانگړي توگه د مهاجرو په برخه کې د سخت گیرانه سیاست په دلیل له انتقادونو سره مخامخ دی.
زولتان بالوگ، چې د هنگري لومړي وزیر ویکتور اوربان ته ډیر نږدې شخص او یو وخت کشیش وو اوس د دغه هیواد د بشري منابعو وزیر دی. زولتان بالوگ د روغتیا، ټولنیزو چارو، ځوانانو، زده کړی، کلتور او ورزش د برخو مسئول دی.
نوموړي دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې د هنگري حکومت ټولې دغه نیوکې په دقت سره ارزولي دي او هنگري په اروپا کې یوازنې هیواد دی چې ټول حقوقي سیستمونه یې بررسي کړي دي.
د هغه په وینا دا خبره د اروپایې اتحادیې، د اروپا عالي محکمې او نورو حقوقي ارگانونو له خوا تائيد شوی ده چې هنگري له هر اړخه د یو قانونمند دولت له معیارونو سره مطابقت لري.
هنگري تر ټولو دمخه د خپل مهاجرت سیاست له کبله له نیوکو سره مخامخ شوی دی. په ځانگړي توگه د سرحدي دیوالو او خنډونو جوړولو له امله. هنگري غوښتل په دې توگه د مهاجرو د مخ پر ډیریدونکې څپې مخه ونیسي.
بالوگ ویلي دي چې په دې برخه کې په ناحق ډول پر هنگري نیوکې کیږي په داسې حال کې چې دغه هیواد پر اروپایې قواعدو عمل کوي. نوموړي دویچه ته وویل:
«زه له خنډونو څخه کرکه کوم، خو جوړول یې اړین وو. زما په اند دواړه ډیر مهم دي. دا تصور له واقعیت څخه لیري دی چې زمونږ خلک د سیمې دیوالونو تر منځ او یا هم د دغو خنډونو تر شا ژوند خوښوي. تر دې ځایه چې اروپایې بنسټونو له بده مرغه اصلاً په دې برخه کې غبرگون ونه ښود، موږ مجبوره شو، څو په دې وسیله وکولې شو پر اروپایې قوانینو عمل وکړو.»
نوموړي د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د مهاجرو پر وړاندی د اوښکي بهونکي گاز او فشار لرونکو اوبو استعمال ضروري وو وویل:
«دا یوازنې پیښه ده چې تاسې یې په هکله خبرې کوئ. دغه قضیه په محکمه کې څیړل کیږي. خو دا موږ وو چې د لومړي ځل له پاره مو وویل چې د مهاجرو دغه موج باید ودرول شي. په همدې دلیل موږ د سرحدی سیمي دیوالونو جوړول پیل کړل. دا هم د مهاجرو له لورې یو ښکاره تحریک وو چې له بده مرغه پولیس مجبوره شو له دا ډول ابزارو څخه کار واخلي. خو دا په اروپا کې یوازنې پيښه نه ده. د مهاجرو په برخه کې هم دا یوازنې پیښه نه ده. له بده مرغه همداسې وه.»
زولتان بالوگ زیاته کړه چې نن دغه قضیه څیړل کیږي چې په دغه هڅونه کې تر کومې اندازې انساني قاچاقبرانو لاس درلود او د تحریک کونکي ځواک په توگه یې رول لوبولې دی.