د هنگري حکومت ځان په گاونډیو هیوادونو کې د هنگري نسبو مدافع بولي
۱۳۹۲ اسفند ۲۵, یکشنبهد هنگري د صدراعظم مرستیال زولت زیمین، په رومانیا کې د کابو ۱،۲ میلیونه هنگري نسبه لږکیو له پاره د خپلواکمنۍ پر غوښتنې ټینگار وکړ. د رومانیا د خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې زیمین، ویلی دي چې دغسې یوه غوښتنه بې ځایه نه ده، بلکې د اروپا په اتحادیه کې د نورو له پاره یو «ورځنی واقعیت» دی.
د ۱۸۴۸ کال خاطره
زیمین د شنبې په ورځ رومانیا ته تللی وو، چیرته چې هغه له هنگري نسبه لږکیو سره د هنگري ملي ورځ ولمانځله. په رومانیا کې اوه مختلف قومونه سره اوسیږي. د رپوټونو له مخې یوازې د رومانیا د تارگو سیکویسک Targu Secuiesc په نامه کوچني ښار کې څه ناڅه لس زره هنگري نسبه رومانیایان د هنگري د صدراعظم د مرستیال زیمین، د وینا د اوریدو له پاره جوړې شوې غونډې ته ورغلي ول. د مارچ پر ۱۵ هنگري د هابزبورگر په نامه د یوې اتریشي سلطنتي کورنۍ د واکمنۍ پر ضد د پاڅون د پیل یادون کوي.
د اپریل پر ۶ پارلماني ټاکنې
د هنگري په پلازمینه بودا پست کې د نوموړي هیواد د ملي ورځې د لمانځنی په خاطر لس زره خلک راټول شوي ول. دغې غونډې ته د هنگري د ښي اړخي ملیت پال صدراعظم ویکتور اوربان او ښي اړخي افراطي اپوزیسیون گوند «جوبیک» بلنه ورکړې وه. دا چې د اپریل پر شپږمه په هنگري کې پارلماني ټاکنې په پام کې دي، نوموړې غونډه په حقیقت کې یو ډول د انتخاباتي مبارزې بڼه غوره کړې وه. د هنگري کیڼ اړخي لیبرال اپوزیسیون د خرابې هوا له امله د ملي ورځې د لمانځنې له غونډې څخه مخ واړاوه. د اوربان «فیدیسڅ» نومې گوند د ۲۰۱۰م کال په پارلماني ټاکنو کې مطلق اکثریت رایې وگټلې. له دغه ډول بریالیتوب سره واکمن صدراعظم په ځینو قوانینو کې تعدیلات راوستل چې د اروپا د اتحادیې له خوا تر نیوکو لاندې راغی او هغه یې د اروپایي بنسټیزو ارزښتونو خلاف وگڼل.
د لومړۍ نړیوالې جگړې او د هنگري - اتریش د دوه گوني سلطنتي نظام د منحلیدو څخه وروسته هنگري د «تراینون» نومې د سولی د تړون له مخې گاونډیو دولتونو ته د خپلې خاورې او د خپلو خلکو یوه زیاته برخه له لاسه ورکړه. د هنگري اوسنی حکومت اوس د هغو هنگري نسبو لږکیو چې په گاونډيو هیوادونو کې میشت دي او د «بهرنیو هنگریانو» په نامه یې یادوي، استازیتوب کوي.
د هنگري دغه ډول دریځ د هغه گاونډي هیوادونه اندیښمن کړي دي او له بوداپست سره په لانجه کي دي. په رومانیا کې د ویکتور پونتا، کیڼ اړخي حکومت د مارچ په سر کې یو نوی ایتلاف جوړ کړی دی، په دغه ائتلاف کې د هنگري نسبه لږکیو گوند هم گډون لري.