1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هنګري ښی اړخي ګوند د خپل برياليتوب جشن نيولی

۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

په انتخاباتو کښي د محافظه کارانو د برياليتوب انتظار کيدی . دا خبره د انتخاباتي حوزو په مخکښي د ټول پوښتنو څخه لا معلومه سوه...

https://p.dw.com/p/MtpZ
د هنګري د ښی اړخه ګوند مشر ويکتور اوربان
د هنګري د ښی اړخه ګوند مشر ويکتور اوربانانځور: AP

په بوداپست کي د رايو ورکولو پر مهال يو ميړه او مېرمن يې وايي:

« موږ يوازي ښی اړخه ته رايي ورکوو. دلته په پايتخت کښي لا تراوسه پوري هر څه سم معلوميږي، خو تاسي ولاړ سی ولاياتو ته ، په اطرافو کښي د کلو حالت وګورۍ ، هلته فقر او غربت حاکم دی، او اکثره خلګ کار ونه نلري . »

او که څه هم هر ځای وضع دونه خرابه نه معلوميږي، او حکومتي ګوند ډيموکراټانو د تيرو کلو پر اقتصادي بحران باندي تر يوه حده پوري غلبه حاصله کړې ده، خو بيا هم د هنګري د ښه ژوندد سطح د راکښته کيدو مسؤل بلل کيږي. بيله هغه د هنګري لږ ثروتمندان د ډيموکراټانو د سياست څخه مايوسه وه.

ددغي مايوسۍ او نارضايتۍ څخه مخالفو محافظه کارانو د خپل ځان په ګټه استفاده وکړه، او قدرت ته ورسيدل،چي داسي يو حالت په هنګري کښي په تيرو شلو کلو کښي نه ؤ راغلی. د محافظه کارانومشر ويکتور اوربان چي صدراعظم به هم سي، وويل:

« موږ به ددوشنبې په ورځ په يوه تغير سوې هنګري کښي راکښينو. سوسيالسټانو د خپل خراب اقتصادي سياست عواقب وليدل. هنګري په 2008 م کال کښي د اروپايي ټولني د لومړني غړي په حيث فقط د بين المللي وجهي صندوق په قرضو سره د ډيواليتوب څخه خلاصه سوه.»

خو داچي د محافظه کارانو ګوند او د هغه د منشي سره به پر راتلونکو وظايفو باندي د غلبې په غرض اوسنی ښه حالت او د ډيموکراټانو ناکامي کومک وکي، نو دا د سوال وړ خبره ده.

پدې ارتباط د بوداپست څخه سياست پوه څولتان کي سيلي وايي، چي انتخابات د زاړه حکومت د چپه کيدو سبب سول ، خو داپه هيڅ صورت دا مانا نلري، چي هغه دي د نوي ګوند د اعتماد اثبات وي.

« اقتصادي مايوسيو سوسيالسټان د ناکامۍ سره مخامخ کړل ، او د اختلاس او رشوت قضيو ددوی شهرت ته نور هم تاوان ورسوی .»

سوسيالسټانو په هنګري کښي سخته ماته وخوړل،خو د هغه څه څخه چي په خارج کښي تشويش موجود دی، دادی چي دغه ګوند حتی د ښی اړخه نشنلسټانو د ګوند يوبيک څخه هم نور قوي ندی،هغه ګوند چي تر ټولو ځان ښه بولي، او د لويي هنګري خوبونه ويني، ليکن هنګري په اقتصادي لحاظ اروپايي ټولني ته مجبوره دی.

ښی اړخه نشنلسټي ګوند يوبيک به اوس د هنګري په پارلمان کښي يو قوي اپوزيسيون وي.

د هنګري راتلونکی صدراعظم ويکتور اوربان رايه ورکونکو ته ډيري وعدې ورکړي دي، مثلاً د يوه مليون کارځايو پيداکول او د مالياتو راکښته کول. خو دا چي دی به دغه وعدې پوره کي، پر هغه باندي پخپله ددغه ګوند ډير غړي هم شک لري.

حتی د انتخاباتو په ورځ لا هم هر څه د پلان مطابق نه وه،که څه هم د انتخاباتوګډون کونکي د 2006 کال په نسبت کم ول، خو بيا هم د انتخاباتي حوزو په مخکښي د خلګو قطارونه ولاړ ول. خصوصاً هغو خلګو چي په خپلو ناحيو کښي رايي نسوای ورکولای، بايد په څانګړو ځايو کښي يې رايي ورکړي وای، او په ساعتو يې انتظار ايستلی وای.

ARD/ ZDF/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل