1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند پر پارلمان د بريد طراح په دار وځړول شو

د فرانسې خبري اژانس، نسيم صابر۱۳۹۱ بهمن ۲۱, شنبه

يو کشميری بېلتون غوښتونکی د نوي دهلي پر پارلمان باندې د ۲۰۰۱ کال په بريد کې د خپل نقش له کبله د شنبې په ورځ اعدام شو. هغه بريد د دې لامل شوی و چې په اتومي وسلو سمبال هند او پاکستان يوې بلې جګړې ته ورنزدې شي.

https://p.dw.com/p/17bJQ
انځور: AP

محمد افضل ګورو، چې پخوا د مېوو پلورونکی و، د هند د پلازمېنې په يوه څنډه کې د «تيهار» په زندان کې په دار وځړول شو. دا تر هغه وروسته کله چې د ده له خوا د بخښنې غوښتنه د ولسمشر پرناب موکرجي له لوري رد شوې وه. په څه کم يوه لسيزه کې دی دوهم کس دی چې په هند کې اعداميږي. د اعدام غبرګون ته د وېرې له کبله چارواکو د هند تر ادارې لاندې کشمير کې ګرځ بنديز ولګاوه او د لوی ښار سرينګر مرکز يې وتاړه.

په داسې حال کې چې د هند لوی مخالف ګوند د اعدام دغې پېښې ته هر کلی ويلی دی، خو د ګورو سره يو بل تورن کس، چې وروسته خوشې شو، بيا وويل چې دا فقط يوه حقوقي ننداره وه.

«افضل ګورو په ۸ بجو په دار وځړول شو. ټولې حقوقي پروسې په دغه اعدام کې تعقيبې شوې.» دغه خبره د کورنيو چارو وزير، سوشيل کومار شينده خبريالانو ته وکړه. هغه زياته کړه چې د کشمير وضعيت له نزدې څخه څارل کيږي. د پوليسو يوه مشر چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې ګورو له اعدام کېدو څخه درې ساعته مخکې راويښ کړل شو او دی ټول وخت يوازې په يوه غرفه کې ساتل شوی و. ګورو په دې تور ګرم وبلل شو چې له هغو اورپکو سره يې مرسته کړې وه او دسيسه يې جوړه کړې وه چې د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې يې د هند پر پارلمان باندې بريد تر سره کړی و. هغه په دې هم پړ وبلل شو چې د منع شوې «جيش محمد» ډلې غړيتوب يې درلود، چې د کشمير په لانجمنه سيمه کې د هند د حاکميت پر وړاندې جنګيږي. په دغه بېلتون غوښتونکې جګړه کې څه کم ۱۰۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.

پنځو تنو وسلوالو ياغيانو د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په ۱۳مه نېټه په نوي دهلي کې د هند پر پارلمان باندې يرغل وکړ او مخکې له دې چې امنيتي ځواکونو دوی په ډزو ووژني، اته تنه پوليس او يو باغوان يې وواژه. يوه خبريال چې په دغه پېښه کې ژوبل شوی و، څو مياشتې وروسته هم ساه ورکړه.

د اعدام د حکم په اورولو سره پوليسو په کشمير کې د خلکو پر تګ راتګ بنديز ولګاوه.
د اعدام د حکم په اورولو سره پوليسو په کشمير کې د خلکو پر تګ راتګ بنديز ولګاوه.انځور: DW/Ashraf

کله چې د ګورو د اعدام حکم صادر شو، امنيتي ځواکونو د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر ګرځېدو بنديز ولګاوه. دغه اعلان د پوليسو د ګزمو له طرفه د لوډ سپيکر په مرسته وشو. سره له دې چې په سرينګر کې په رسمي ډول ګرځ بنديز نه و لګول شوی، خو پوليسو په بيړې سره پر عمومي سړکونو باندې خنډونه ودرول او غوښتل يې چې د ګورو داعدام کېدو پر ضد د لاريونونو مخه ونيسي.