1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان صدراعظم افغانستان ته سفر کوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

یو افغان چارواکي نن ځينو رسنيو ته وويل چي د هندوستان صدراعظم، من موهن سنګ، به په راتلونکو څو وروځو کي افغانستان ته سفر وکړي ترڅو يو ځل بيا د خپل د هيواد ښه نيت د افغانستان په وړاندي ښکاره کړي

https://p.dw.com/p/11DUE
هندوستان صدراعظم
د هندوستان صدراعظمانځور: AP

يو افغان چارواکي چي د نوم د نه بربنديدو په شرط يي خبري کولي وويل چي د هندوستان صدراعظم، من موهن سنګ، به په راتلونکو څو ورځو کي کابل ته ورسيږي چيرته چي د به د ولسمشر کرزي او نورو افغان چارواکو سره وويني.

دغه چارواکي همدا راز وويل چي افغانستان ته د من موهن سنګ د سفر نيټه لا د امنيتي دلايلو په وجه نه ده اعلان شوي ځکه چي د القاعدي د شبکي د مشر، اسامه بن لادن، د مړيني وروسته په افغانستان کي د تاوتريخوالي د ډيريدو اټکلونه کيږي. دغه چارواکي زياته کړه چي منموهن سنګ به افغانستان ته د خپل د سفر په ترڅ کي دغه هيواد ته د هندوستان نوي مرستي هم اعلان کړي.

افغانستان ته د هندوستان د صدراغظم سفر په داسی حال کي اعلانيږي چي وروسته له هغي چي اسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل شو، د ناټو پر غړو هيوادونو عامه او سياسي فشارونه د هر ورځي په تيريدو سره ډيريږي ترڅو افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي.

هندوستان د حامد کرزي د حکومت يو ښه ستراتيژيک ملګري پاتي شوي دي. په 2001 کال کي افغانستان ته د ناټو د ځواکونو د راتګ څخه را په دي خوا هندوستان، افغانستان ته خپل ښه نيت د بيلابيلو مرستو په کولو ښودلي.

هندوستان تل په افغانستان کي د پاکستان د لاسوهنو څخه سر ټکولي او پاکستان ته يي د ترورستانو د «اصلي اډي» خطاب کړي. د پاکستان په هکله د دغه هيواد انديښني خو بيا هغه مهال لا ډيري شوي چي امريکايي پوځيانو د پاکستان د پلازميني په 20 کيلومتري کي د نړي تر ټولو خطرناکه ترورست، اسامه بن لادن، ووژه. د دغي پيښي وروسته، د هندوستان د بهرنيو چارو وزير، پاکستان د «بيلابيلو تروريستي شبکو پتنځاي» وبله او خپله انديښنه يي په د اړي وښوده.

افغانستان ته د هندوستان د صدراعظم سفر په داسي حال کي اعلانيږي چي امريکا به د روان کال په جولاي مياشتي کي افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په ښکلو پيل وکړي او افغان پوځيانو ته به د امنيتي مسوليتونو د سپارلو لړي پيل کړي. هټکل کيږي چي دغه لړي به د 2014 کال تر پايه پوري بشپړه شي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم