1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د مسلمانانو د «درې ځله طلاق» پر قانون بندیز ولګوه

۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د هندوستان سترې محکمې د مسلمانانو پر هغه قانون باندې بندیز لګولی چې کولای شي له خپلې میرمنې څخه په درې وارې «طلاق» ویلو بیل شي. کله خو ښځو ته آن د ګرځنده تلیفون له لارې په لنډ پیغام کې درې وارې طلاق لیکل شوي وو.

https://p.dw.com/p/2idgp
Symbolbild Indien Mitgift Massenhochzeit
انځور: picture alliance/AP Photo

د مسلمانانو یو قانون چې نارینه ته اجازه ورکوي چې له درې وارې «طلاق» ویلو سره خپلې میرمنې سمدستي طلاقولی شي، د هندوستان د سترې محکمې له خوا رد شو.

د سترې محکمې د پنځو قاضیانو یوې ډلې چې بیلابیلو دینونو پورې تړاو لري، پریکړه وکړه چې دغه کار له کوم دین سره سر نه خوري او د اساسي قانون سیرت تر پښو لاندې کوي.

د پنځو قاضیانو له ډلې څخه درو تنو یې د دې عمل پر خلاف پریکړه وکړه او له دې سره نو نور په هندوستان کې کوم نارینه نه شي کولای چې خپله میرمن له درې وارې «طلاق» ویلو سره، طلاق کړي.

قاضي کیهار وویل: «دا یوه ډیره حساسه قضیه ده چې احساسات په کې ښکیل دي. موږ د هندوستان له اتحاد څخه غواړو چې په دې برخه کې مناسب قانون رامنځ ته کړي.»

د قاضیانو په پریکړه کې راغلي دي چې دغه کار په روښانه توګه نارینه و ته اختیار ورکوي چې په وسواسي او هوسبازي توګه یوه واده ته د پای ټکی کیږدي.

«زه نن ځان آزاد احساسوم»

د مسلمانانو اوسنی قانون نارینه و ته اجازه ورکوي چې خپلو ښځو ته له درې وارې طلاق ویلو سره، طلاق ورکړي. مسلمانو ښځو له ډیر وخت راهیسې استدلال کوه چې دغه قانون د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. دغو ښځو داسې مواردو ته هم اشاره کړې چې میړونو یې ورته د ګرځنده تلیفون له لارې درې وارې طلاق ویلي او په پایله کې یې د هغوی ګډ ژوند ختم شوی دی.

یوې هندي ښځې شایره بانو، چې دغه قضیه یې د هندوستان سترې محکمې ته وړاندې کړې وه، تر پریکړې وروسته د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې «زه نن بالاخر ځان آزاد احساسوم. زه نن داسې یو حکم لرم چې ډیری ښځې به آزادې کړي.»

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، چې پخپله یو هندو نسیونالیست یا ملتپاله دی، تر دې مخکې د دغې قضیې ملاتړ کړی وو او ټینګار یې کړی وو چې دا موضوع ښځو ته سپک نظر کول دي. له دې سره نو باید هندوستان د مسلمانانو د شخصي قانون ځینې برخې اصلاح کړي چې نارینه و ته دې دغه څه اجازه ورکوي.

تر اوسه پورې له ۲۰ څخه زیاتو مسلمانو هیوادونو د «درې ځله طلاق» قانون بند کړی دی. په دغو هیوادونو کې پاکستان او بنګله دیش شامل دي. خو په هندوستان کې بیا تر اوسه پورې له دې قانون څخه استفاده کیده.