1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان د جيپور وروستی مهاراجا ومړ

۱۳۹۰ فروردین ۲۹, دوشنبه

د هندوستان په لويديځه څنډه کي د جيپورد تاريخي ښار اخرنی مهاراجا د ۷۹ کالو په عمر ومړ. په هغه سيمه کي چي پخوا پکښي ده پادشاهي کوله دوه ورځنی ماتم اعلان سوی.

https://p.dw.com/p/RIX2
مهاراجا بهاوني سنگ
مهاراجا بهاوني سنگانځور: AP

بهاوني سنګ څوک چي د هندوستان په پوځ کي د ډګرمنۍ تر رتبې رسيدلی وو اوهغه ته د قهرمان لقب ورکړل سوی، د ډهلي په يو روغتون کي د ورپيښو ناروغيو له امله ومړ.

مهاراجا، چي د خپل تحصيل دوره په انګلستان کي تيره کړې، د «پولو» د لوبي د لوبغاړي په نوم هم مشهور وو. د مهاراجا په وارثانو کي د هغه مېرمن پادمني ديوي، او لور ديا کماري پاتي دي.

د راجستان ايالتي دولت، او هغه سيمي چي جيپور ته نږدې دي په شمول وړو تاريخي ښارونو د هغه د مړيني په خاطر دوه ورځنی ماتم اعلان کړی.

سنګ به نن د دوشنبې په ورځ د پوره پوځي مراسمو په ترڅ کي وسوځول سي. هغه په ۱۹۷۰ کلونو کي د خپل پلار تر مرګ وروسته د ۴۰ مهاراجا په توګه د هغه ځای ناستی وو.

يو کال وروسته د هندوستان دولت ټول شاهي سرليکونه او د هغوئ ټول امتيازات ليري کړي وو.

جيپور يو د هغو وړوسلطنتونو څخه وو، چي په ۱۹۴۷ م کال کي هندوستان د انګلستان څخه د خپلواکۍ تر اخيستلو پوري خال خال په انګلستان پوري تړلی و.

د جيپور پادشاه چي د مذهبي لحاظه د هندوازم د «راجپوت» په ذات پوري تړل کيږي، په ۱۹۷۱ کال کي د پاکستان سره د جګړې پر مهال د هندوستان د دوهمي درجې مډال په ورکولو نازول سوی وو.

د جګړې پر مهال سنګ په ښکاره توګه د پاکستان پوځ په دې تير ايستی وو چي ګني د هندوستان ټانکونه د دوی پر لور د مخ تللو په حالت کي دي، په حقيقت کي هغه د جيپ موټرو لوړ ږغونه وو چي دوی ځني ويريدلي ول.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل