1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند چارواکي: د لښکرگاه ښار د ساتلو توان لرو

۱۳۹۰ فروردین ۲۱, یکشنبه

په هلمندولايت کي امنيتي چارواكي وايي افغان ځواكونه چمتودي چي دلښكرګاه ښارد ساتلو چاري په غاړه واخلي. خو ښاريان وايي په يوه شرط. هغه داچي د خلکو زړونه اول وساتي.

https://p.dw.com/p/RGqR
ښاريان اكثريت په دې خوشاله دي چي د امنيت د سپارلو چاري افغان ځواکونوته وسپارل سي.
ښاريان اكثريت په دې خوشاله دي چي د امنيت د سپارلو چاري افغان ځواکونوته وسپارل سي.انځور: Karlos Zurutuza

دغه څرګندوي په دي ولايت كي ټولو امنيتي چارواكواو مسئولينو تريوې لويي غونډي وروسته د هلمند امنيه قوماندان ، والي محمد ګلاب منګل او د ملي امنيت رئيس په يوه ګډه خبري ناسته كي خبريالانو ته وکړې.

د هلمندوالي په دې ګډه خبري ناسته کي رسنيو ته وويل، چي د افغان او بهرنيو ځواكونو سره په غونډه كي دې پايلي ته ورسيدل چي د لښكرګاه ښار د امنيت چاري به افغان ځواكونه وساتي.

والي زياته کړه افغان ځواکونه نور ددي توان لري چي په لښکرګاه ښار کي د امنيت ترڅنګ د هر ډول پيښو مخه هم ونيسي. د هغه په خبره د هلمند ولايت د لښكرګاه ښار ترڅنګ د يو شمير و لسواليو امنيت تر پخوا ښه سوی دی.

د هلمندولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي د پوليسو د اصلاحاتو پروسه به هم په دې نږدې ورځو کي بشپړه سي.

امنيه قوماندان لښكرګاه ښاريانوته ډاډ وركړ، چي پوليس چمتو دي امنيتي چاري په خپله غاړه واخلي.

خو د لښكرګاه ښار اوسيدونكي بيلابيل نظرونه لري ، ښاريان اكثريت په دې خوشاله دي چي د امنيت د سپارلو چاري افغان ځواکونوته وسپارل سي، دوئ وايي كه چيري افغان ځواكونه د خلكو زړونه وساتي نوپه دې سره به خلک هم له دولت سره مرسته وکړي.

خو کارپوهان بيا وايي چي تر هغه چي افغان امنيتي ځواک اړين نظامي تجهيزات و نه لري بايد د امنيت ساتلو مسووليت ور و نه سپارل سي.

د پوځي چارو كار پوه محمد لايق سرفراز وايي، افغان ځواكونه د خپلو سيمو سره د ښه بدليت په خاطر کولای سي، ددې سيمو امنيت وساتي، خو دى وايي چي وسلو او ټولو جنګي تجهيزاتو ته اړتيا سته چي بايد افغان ځواكونه يې ولري.

د لښکرګاه ښار د امنيتي چارو د سپارلو خبري په داسي حال کي دوري هسته کيږي چي د نظامي چارو د کارپوهانو په وينا د روان کال د دوبي مياشتي به ترټول خونړۍ او د مرګ ژوبلي مياشتي وي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل