1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند په جگړو کې په سونو افغان ځواکونه وژل شوي

۱۳۹۵ مهر ۲۳, جمعه

افغان چارواکو وویل چې د هلمند پر مرکز لښکرگاه ښار باندې په تیرو لسو ورځو کې د یاغیانو د حملو په دفع کولو کې د افغان امنیتي ځواکونو څه د پاسه ۲۰۰ سرتیري وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2RF6U
Afghanistan Talibanangriff in Lashkar Gah
انځور: picture-alliance /AP Photo/A. Khaiq

دغه خبر د هلمند د ولایتی شورا مرستیال، عبدالمجید آخوندزاده او ددغي شورا د یو بل غړي، شیر محمد آخوند له خولې، اسوشیتد پرس خبري اژانس ورکړی دی. هغوی دا هم وویل چې د لښکرگاه ښار پر دوو ناحیو باندي د اونې په سر کې د طالبانو په حملو کې ۴۵ تنه ولسي وگړي هم وژل شوي دي.

شیرمحمد آخوند، دغه راز د څه ناڅه سل تنو امنیتي ځواکونو د ټپي کیدو خبره هم کړې ده. هغه وویل چې پولیس او د ملی اردو سرتیري دواړه د جبهې په لومړيو کرښو کې د دښمن پرضد په جگړو بوخت دي. د هلمند د ولایتې شورا دغو دواړو استازو د خپل ولایت وضعیت ډير ناخوال ښودلی چې په تیرو ۱۵ کلونو کې ساری نه لري.

د لښکرگاه جگړه د دوشنبه په ورځ هغه وخت پیل شوه چې یو ځانمرگي برید کوونکي په یوه موټربمب سره لږ تره ۴۰ تنه ووژل چې په هغو کې لس کسان د پولیسو افسران هم شامل دي.

شیرمحمد آخوند، وویل: «له هغي ورځي وروسته وسله وال کسان ښار ته ننوتل او ډيرخلک یې مجبوره کړل چې گاونډي ولایت، کندهار ته وتښتي.»

هغه دا هم وویل چې د بریدونو په وخت کې امریکايي پوځيانو هم په ښار کې حضور لاره «خو هغوی هیڅ ونه کړل، یوازي يې د وضعیت څارنه کوله.»

امریکايی سرتیري اوس په افغانستان کې د افغان امینتی ځواکونو د روزلو ماموریت پر غاړه لري او یوازي د جگړې په ډگر کې هغوی ته سلا مشورې ورکوي.

خو په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ ویاند، برید جنرال چارلز کلیوند، وویل چې «په هلمند کې د امریکايي ځواکونو د ټولو هوايي حملو يوازي دوې يې لښکرگاه ته نژدې شوي او نور یې پر مارجې ولسوالۍ تر سره شوي دي.»

د اسوشیتد پرس د رپوټ له مخې د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، ويلي دي چې په تیره اونۍ کې ۴۵ افغان سرتیري یرغمل نیول شوي دي.

خو د ولایتی شورا غړي شیرمحمد آخوند، وویل چې  یرغمل نیول شوو کسانو شمیر تر۱۰ زیات نه دی. یاغیان د جگړې په ډگر کې د خپلو بریالیتوبونو په هکله وخت په وخت په خپلو رپوټونو کې ډير افراط کوي.

نور مطالب