1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند ولايت د معارف رياست د مشرانو جرگې خبري رد کړې

۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبه

ددغه ولايت د ښووني او روزني رياست د مشرانو جرگې د ځينو غړو هغه خبري ردکړې چي گواکي هلته اصلاً معارف وجود نه لري، يا ټول ښوونځي تړلي دي. خو په خپله لښکرگاه کي لاخلک د ښووني او روزني پر کيفيت نيوکي کوي.

https://p.dw.com/p/10wxf
د لښکرگاه ښار يو انځور
د لښکرگاه ښار يو انځورانځور: Karlos Zurutuza

د هلمند د ښووني اوروزني د رياست مسولينو د مشرانو جرګې د يوشمير غړو هغه خبري رد كړې چي ګواكي په هلمند كي د ښووني اوروزني رياست فعاليتونه او پرانستي ښوونځي وجود نه لري.

د هلمند د ښووني اوروزني رئيس محمد نسيم صافى وايي دوې ورځي د مخه يې په هلمند كي د ښوونكو لپاره د نمرو د ويش پروسه پيل كړه او وروسته تردې به ټولو هغه ښوونكو ته د كور په خاطر مځكه ورسيږي چي په ښونځيو كي دنده ترسره كوي.

هغه د مشرانو جرګې له غړونه غوښتنه وكړه چي راسي او په هلمند كي نه يوازي د ښوونځيو بهير له نږدې وګوري، بلكي د بل هر همسايه ولايت سره دې كيفيت هم مقايسه كړي.

صافي داخبره چي ګواكي په هلمند كي د ښووني او روزني كارونه په ټپه ولاړ دي په كلكه رد كړه. هغه وويل، يوازي د كيفيت په برخه كي ستونزه لرو چي لامل يې يوازي ښوونكو ته كم معاش دی.

د ښووني او روزني د رياست مسولين وايي په هلمند كي ۱۲۸بابه پرانستي ښوونځي لري، چي هره ورځ ورته زرګونه زده كوونكي ځي او زده كړه كوي.

د هلمند د ښووني او روزني رياست اداري مرستيال محمد ولي سرحدي وايي په روان۱۳۹۰كال كي په پلان كي لري چي نږدې سل نور تړلي ښوونځي هم پرانيزي.

هغه وويل په نظر كي لري چي تر اويا زياتو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي كړي چي له دې جملې څخه ځيني يې د ښووني او روزني رياست په خپله بوديجه جوړيږي.

كه څه هم د ښووني او روزني رياست چارواكي په هلمند كي د ښوونځيو د پرانستلو خبره كوي خو په ولسواليو كي خلك د ښووني او روزني پركيفيت نيوكه كوي.

دوی شكايت كوي چي اولادونو ته يې سم درس نه وركول كيږي، اكثره ښوونځي يې ودانۍ نه لري او له مودو راهسي يي اولادو ته كتاب او قرطاسيه نه ده رسېدلې.

د مارجې ولسوالۍ په يوه ليري پرته سيمه كي ماشومان په داسي حال كي ښوونځي نه لري او په لارو كوڅوكي پلاستيكونه ټولوي چي د ښووني او روزني رياست مسولين په دې ولسوالۍ كي د لسو ښوونځيو د پرانستل كيدو خبره كوي.

دغه ماشومان وايي كه چيري د ښوونځي دروازې پرانستل سي نو پلاستيكونه به نه ټولوي او خپلو ټولگيو ته به ولاړ سي.

په هلمند كي د ښوونځيو د پرانستل كيدو په برخه كي هلي ځلي د قومي مشرانو ،سپين ږيرو او عالمانو په مرسته دوام لري. خو د ښووني او روزني كيفيت يوه له ډيرومهيمو ستونزو څخه ده چي د ماشومانو پلرونه او دوستان يې په اړه شكايت كوي.

داچي په هلمند كي به ترسل څه كم تړلي ښوونځي كله پرانستل سي اود پرانستو ښوونځيو د كيفيت په اړه به كله اصلاحات راسي اټکل يې تر وخت د مخه دی.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل