د هلمند د ډله ييزي وژني ويديو خپره سوې ده
۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبهدغه پیښه که څه هم د اوونۍ په سر کي را منځته شوې ده خو د اوولسو تنو د وژني ویدیويي فلم ئې پرون(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۸) یو شمیر افغاني رسنیو تر لاسه کړی دئ.
په دغه څو ثانیه یي فلم کي یوه ډله ځوانان ښکاري چي لاسونه ئې شا ته تړل شوي دي او د څو تنو توپک والو له خوا په مرمیو ویشتل کیږي. هغه خلک چي توپکان ئې په لاسونو کي دي هغوی په ويديو کي نه ښکاري.
د ملګرو ملتونو سازمان دغه پیښه په کلکو ټکو غندلې ده او پر وسله والو یاغیانو ئې غږ کړی دئ، چې دا کار به سیاسي بهیر ته د هغوی د ورګډیدو پروسه زیانمنه کړي او تر څنګ به ئې د هغوی پر وړاندي د نرمي پالیسي د غوره کولو مخه هم ونیسي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سازمان یوې وياندي نیلاب مبارز پرون ناوخته په کابل کې وویل، چي سازمان د دغه پېښي په لیدو سخت خواشینی شوی دئ او د دې تر څنګ چې دا کار یو جنایت بولي د عاملینو، پلانکوونکو او تر سره کوونکو د ژر تر ژره نیولو او محاکمې غوښتونه ئې کوي:
«د دغه عمل تر سره کوونکي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي، د تر سره کوونکو تر څنګ ئې باید پلانوونکي او ملاتړ کوونکي هم وپیژندل شي او ورته سخته سزا ورکړل شي.»
دا لومړی ځل نه دئ چي د وسله والو کسانو له خوا په افغانستان کي د يوه نا معلوم دليل له مخي انسانان په مرميو ويشتل کيږي.
په کابل کي د امریکا سفارت هم د یوې وینا پاڼي په ترڅ کي دغه پيښه غندلې ده. د وینا پاڼي په یوه برخه کي راغلي دي:
«دا جنایتونه بشریت ته نه درناوی دئ، عاملین ئې باید ونیول شي، دا د انسانانو ژوند ته سپکاوی دئ او د بشر له حقونو څخه څرګنده سرغړونه ده، دا یو شرمناک عمل دئ چې د هغو کسانو له لوري تر سره شوی دئ، چي د افغانانو ژوند ته هیڅ راز درناوی نه لري، د امریکا دولت له افغانستان سره د یوه ملګري په توګه پاته کیږي او د دغه ډول جنایتونو د مخنیوي په برخه کي به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.»
په همدې حال کي د ولسي جرګې له لوري هم د هلمند د کجکي ولسوالۍ په روشن آباد کلي کې د دوو ښځو په ګډون د اولسو تنو وژنه په کلکو ټکو وغندل شوه.
د جرګې مرستیال ظاهر قدیر حکومت تورن کړ، چي ولي نه شي کولای د خپلو وګړو امنیت خوندي کړي:
«دې پيښي د ادارې بې کفایتي وښووله، ځکه چې ته د اولس امنیت نه شي تامینولای او اولس ته خیر نه شي رسولای نو بیا ته څرنګه ځان ته حکومت یا دولت وایي.»
څه موده دمخه د ملګرو ملتونو په یوه راپور کي راغلي ول چي په منځنۍ کچه هرکال نزدې درې زره افغانان د جنګ د ښکیلو غاړو له خوا وژل کیږي او داسي نه ښکاري چې دا کچه دي را کښته شي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل