1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند د پنځو ولسواليو نزدې ټول ښوونځي تړل سوي

مجتبی محمدي۱۳۹۴ خرداد ۲۱, پنجشنبه

د هلمند ولايت په پنځو ولسوالیو کي له ۱۰۵ ښوونځيو څخه يې يوازي یوولس فعاله دي. د دغه ولايت د پوهني ریاست اداري مرستیال وايي، تر هغو چي په دغو ولسوالیو کي ناامني وي، ښوونځي به بند وي.

https://p.dw.com/p/1FfnX
انځور: AFP/Getty Images/N, Shirzada

د هلمند ولايت په شمالي ولسوالیو کي د خراب امنيتي وضعيت له کبله نزدې ټول ښوونځي تړل سوي دي. د دوی په خبره په دغو ولسواليو کي د گوتو په شمار کوچنيان ښوونځيو ته ځي او نور ټول د نا امنيو له کله ښوونځيو ته زړه نه ښه کوي.

د هلمند ولايت د پوهني ریاست اداري مرستیال محمد ولي سرحدي وايي چي د سنګین، نوزاد، موسي کلا، کجکي او واشیر ولسوالیو خلک د ناامنیو په خاطر خپل اولادونه ښوونځیو ته نه پریږدي.

د دوی په خبره د موسي کلا له ۲۹ ښوونځیو څخه ۲، د سنګین له ۱۸ ښوونځیو څخه ۱، د نوزاد له ۲۴ ښوونځيو څخه ۳، د واشیر له ۱۴ ښوونځیو څخه ۲ او د کجکي له ۲۹څخه يوازي ۳ پرانستي دي او پاته نور يي د ناامنیو په خاطر تړلي دي.

د دغه ولايت د پوهني ریاست اداري مرستیال وايي چي د تیري میاشتي معاشونه او ټول امتیازات يي ځنډولي دي. څو معلومه کړي چي څومره ښوونځي فعال او ښوونکي ورځي. داسي ويل کيږي چي راپورونه د ډېرو ښوونځيو د فعاليت ورکول کيږي، خو فعال يوازي څو دي.

د هلمند ولايت په پنځو شمالي ولسوالیو کي له تیرو لسو کلونو راهسي امنیتي حالت خراب دی. ویل کیږي چي اوس مهال د سنګین، نوزاد او موسي کلا ولسوالیو امنیتي حالت تر ودانیو پوري محدودي سوی دی.

له يوه اړخه خراب امنيتي وضعيت او له بلي خوا د مسلکي ښوونکو نه شتون د دې سبب سوی دی چي د افغانستان په ډېرو ليري پرتو ولسواليو او حتي ښارونو کي ډېر ښوونځي تړلي پاته سي.

د یادولو وړ ده چي د هلمند ولايت د پوهني رياست په چوکاټ کي ټول ښوونځي ۳۷۶ دي چي یوازي په پنځو ولسوالیو کي يي ۹۴ تړل سوي دي. ويل کيږي چي په دې وروستيو کي یوولس نور ښوونځي هم تړل سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب