1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند تر ټولو لوړپوړې ښځینه پولیسه ووژل شوه

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ تیر ۱۳, پنجشنبه

وسله والو په هلمند کې یوه ښځینه پولیسه وژلې. دغې پولیسې تر دې مخکې ویلي وو چې ورته له بیلابیلو آدرسونو د مرګ ګواښونه کیږي. په یوې بلې پېښې کې په همدې ولایت کې د یوه واده پر مهال څلور نجونې د بم په چاودنه کې وژل شوې دي.

https://p.dw.com/p/1928L
Helmand police training. Previously un-issued picture, dated November 17, 2011. Afghan Police Officer Second Lieutenant Islam Bibi, 36, training with the Ministry of Defence Police, in Helmand. Issue date: Sunday November 27, 2011. For the first time in Helmand Province, men and women will train alongside each other as a new course starts at the Lashkar Gah Police Training Centre. See PA story DEFENCE Afghanistan. Picture credit should read: Ellen Branagh/PA Wire URN:12170300
Afghanistan Polizistin Islam Bibi erschossenانځور: picture-alliance/empics

اسلام بي بي په هلمند ولایت کې د محدودو ښځینه پولیسو له ډلې څخه یوه وه. هغې تر دې مخکې هم ویلي وو چې د خپل ورور په ګډون یې ډیر شمیر کسان ورته د مرګ ګواښونه ورکړي دي. خو دا یوازې ګواښونه نه ول، ځکه دغه دویمه بریدمنه پولیسه چې د هلمند ولایت تر ټولو لوړپوړي ښځینه پولیسه هم وه، د پنجشنبې په ورځ د ناپیژندل شویو کسانو له خوا ووژل شوه.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «کله چې د هغې زوی په موټر کې هغه کار ته رسوله، نو د ناپیژندل شویو کسانو له خوا پر هغې باندې ډزې وشوې.» د ځواک په خبره اسلام بي بي په دې پېښه کې سخته ټپي شوه چې بیا وروسته یې په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړه. په دې پېښه کې د دغې ښځینه پولیسې زوی هم ټپي شوی دی.

اسلام بي بي یوازې ۳۷ کلنه وه او د درې ماشومانو مور وه. دغه میرمن په هلمند ولایت کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د ښځو د پرمختګ او په بیلابیلو برخو کې د هغوی د فعالیتونو یوه بیلګه وه.

اسلام بي بي د روان کال په لومړیو میاشتو کې د «تیلیګراف له ورځپاڼې» سره په مرکه کې ویلي وو: «زما ورور، پلار او خویندې ټولې زما پر خلاف وې. که رښتیا واویم ورور مې درې وارې زما د وژلو هڅه کړې ده.» دغې میرمنې په خپلې مرکه کې زیاته کړې وه: «ورور مې زما د لیدو له پاره راغلی او خپله توماچه یې ما ته ونیوله. هغه راته وویل چې دغه کار [د پولیسو افسري] مه کوه. خو هغه پر ما باندې ډز ونه کړ. بیا وروسته دولت زما د ورور تومانچه له هغه څخه واخیسته.»

اسلام بي بي په ۲۰۰۱ کال کې له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستنه شوه او نهه کاله پخوا د افغانستان په پولیسو کې شامله شوه. دغې میرمنې ویلي وو چې د معاش او د خپل هیواد د مینې له کبله د پولیسو لیکو ته راغلې ده.

نړیواله ټولنه اوس د افغان دولت د بودجې ډیره برخه تمویلوي. مرستندویه هیوادونه تل خپلې مرستې په افغانستان کې د بشري حقونو او بیا په خاصه توګه د ښځو د حقونو له تامینیدو سره تړلي بولي. اوس په افغانستان کې ډیر شمیر نړیوال ځواکونه میشت دي، خو پلان شوې ده چې دغه ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له دې هیواد څخه ووځي او افغانستان بشپړ امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. ډیر شمیر افغانان په خاصه توګه ښځې ویره لري چې له افغانستان سره د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره د هغوی حقوق یو ځل بیا د تر پښو لاندې کیدو له ګواښ سره مخامخیدای شي.

تر دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې په کندهار ولایت کې د ملالۍ کاکړ په نوم یوه ښځینه پولیسه د ناپیژندل شویو کسانو له خوا وژل شوې وه. پر دې سربیره تیر کال د لغمان په ولایت کې د ښځو د چارو دوه رئیسانې په پرله پسې ډول ووژلې شوې.

د واده د مراسمو پر مهال چاودنې، څلور نجونې ووژلې

په یوې بلې پېښې کې بیا یوه ښځ شوی ماین په هلمند ولایت کې څلور نجونې ووژلې. د افغان چارواکو په خبره ده نجونې د یوه وداه د مراسمو پر مهال وژل شوې دي. چارواکو د دغه برید پړه پر طالبانو باندې اچولې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله دغو نجونو د اوو او ۱۲ کلونو تر منځ عمرونه لرل. هغوی د واده د مراسمو پر مهال له یوه سین څخه د اوبو راوړلو په وخت پر یوه ښخ شوي ماین باندې برابرې شوې دي.

د هلمند د ولایت ویاند عمر ځواک، ویلي دي چې د دغه بم د طالبانو له خوا د دولتي چارواکو د په نښه کولو په موخه ځای پر ځای شوی وو.