1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند اوسيدونکي د پوليسو د غلاو څخه سرټکوي

۱۳۸۹ دی ۲۶, یکشنبه

د هلمند ولايت د موسي كلا او ګرشك ولسواليو تر منځ د لويي لاري پر سر تلونكي اولسي خلك شكايت كوي چي د پوليسو امنيتي پوستې پيسي ځيني اخلي او وهل ټكول كوي.

https://p.dw.com/p/Qsjd
يو موټر چلونکی د پوليسو لخوا د تلاښۍ پر مهال
يو موټر چلونکی د پوليسو لخوا د تلاښۍ پر مهالانځور: AP

دوی وايي يو تن موټروان چي د پوليس سره يې د پيسو پرسر ناندرۍ رامنځته سوې د پوليسو له لوري وژل سوی چي لا تراوسه يې چا وزله نه ده كړې.

ددغي لويي لاري پرسر تيريدونكي مسافر وايي سفر يي ساعتونه وخت نيسي او په جيبونو كي د ځان سره پيسي نه سي وړلای.

دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي د مخه د همدې ولسوالیو پوليسو شکايت کاوه چي په مياشتو مياشتو هغه معاش هم نه دی ورکړل سوی چي ددوی د کورنيو د درو ورځو خرڅ دی.

په افغانستان کي د پوليسو مياشتنی معاش شاوخوا ۱۵۰ ډالره دی چي هغه هم په درو څولور مياشتو نه ور رسيږي.

کار پورهانو په وار وار انديښنه ښودلې چي د پوليسو په لیکو کي خلاوي او د وظيفې سم نه تر سره کيدل يا وظيفه پريښودل د هغوی لږ معاش دی.

دموسي کلا او ګرشك ولسواليو ترمنځ د پوليسو د امنيتي پوستو څخه خلك په داسي حال كي شكايت كوي چي د هلمند د امنې قوماندانۍ د جلب او جزب د دفتر له لوري سلګونه ځوانان چي نومونه يي د پوليسو سره د دندي د اجراكولو په خاطر ليكلي وه دټريننګ مركزونو ته معرفي سول.

د پوليسو د ليكو سره يو ځاى كيدونكي ځوانان اكثره د هلمند ولايت اوسيدنكي وه. دوی ويل له پوليسو سره په دې خاطر دنده پيل كوي چي د پوليسو په ليكو كي د ناسمو كسانو دبدو کړنو مخه ونيسي. ددغه ځوانانو شمير نژدې دري سوه تنوته رسيدی.

څو ورځي وړاندي په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک د روزني يو بهرني ښوونکي په پوليسو کي د بې سوادې د کچي د لوړوالي څخه انديښنه ښودلې ول او ويلي يې ولي چي تر هر څه د مخه بايد د هغوی د سواد کچه لوړه سي.

د کارپوهانو په خبره د پوليسو په لیکو کي ډير هغه کسان ولاړ دي چي د بل کار نه دي يا بل کار کولای نسي نو يې پوليسو ته مخه کړې. د هغوی په خبره يو هم په نشو روږد خلک دي چي بل هيڅ کار هم نسي کولای.

دا په داسي حال کي ده چي نړيوالي ټولني پتييلې ده تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پوري د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغان امنيتي ځواک ته وسپاري.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل