د هغو بریتانویانو شمیر ډیر شوی چې آلماني تابعیت اخلي
۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سهشنبهد آلمان د احصایې فدرالي ادارې د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د هغو بریتانوي وگړو په شمیر کې چې آلماني تابعیت اخلي ډیرښت راغلی دی. دغه شمیر وروسته له هغې مخ پر ډیریدو شو چې بریتانویانو په یوه ریفرنډم یا ټولپوښتنه کې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو (بریگزټ) په پلویتوب رای وکاروله.
د آلمان د احصایې دفتر ویلی دي چې په ۲۰۱۶م کال کې ۲۸۶۵ بریتانوي وگړو ته آلماني تابعیت ورکړل شوی دی چې د ۲۰۱۵م کا په پرتله ۳۶۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د احصایې دفتر له لوري ویل شوي دي چې «بریگزټ سره د دې تړاو څرگند دی». ویل شوي دي چې د بل هر وخت په پرتله د هغو بریتانوي وگړو شمیر لوړ دی چې آلماني تابعیت یې اخیستی دی.
ډیری بریتانویان انديښنه لري چې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې وتل به د دې سبب شي چې د دغې اتحادیې له یوازیني مارکیټ څخه ووځي او آزاد تگ راتگ یې له محدودیتونو سره مخامخ شي.
داسې اټکل هم شوی دی چې ښایي په روان میلادي کال کې د دغو کسانو په شمیر کې لا زیاتوالی راشي. په پام کې ده چې بریتانیا له اروپایي اتحادیې څخه په ۲۰۱۹م کال کې ووځي او دا چې په دغه پروسه کې لا وخت پاتې دی نو ځیني بریتانویان غواړي چې له دغه فرصت څخه په گټې اخیستلو سره آلماني تابعیت تر لاسه کړي.
تیر کال ۱۱۰۳۸۳ بهرنیانو آلماني تابعیت تر لاسه کړی دی چې بریتانویان د دغه شمیر ډیره کوچنۍ برخه جوړوي. په تیر میلادي کال کې تر ټولو زیات ترکي وگړو آلماني تابعیت تر لاسه کړی دی چې شمیر یې ۱۶۲۹۰ تنو ته رسیږي. تر هغې وروسته په دوهم کتار کې پولنډیان راځي چې ۶۶۳۲ تنه دی. خو د ۲۰۱۵م کال په پرتله د هغوی په شمیر کې ۱۱ سلنه ډریروالی راغلی دی.
په آلمان کې د مروجه قوانینو له مخې هغه بهرني اتباع چې په آلمان کې اته کاله قانوني اقامت وکړي، د دې هیواد د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره عریضه کولای شي.
Chase Winter/ sr/ms