1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هغه وخته چي دا کرښه تيره سوې اوسېدونکي يې رنځ گالي

۱۳۸۹ مرداد ۷, پنجشنبه

دپاکستان شمال لويديز سوبه يو په دوه له بلجیم څخه لويه ده. هلته ۲۲مليونه وګړي ژوند کوي، چي لوي ډيرکي يی پښتانه دي.

https://p.dw.com/p/OXBr
وزيرستانانځور: Abdul Sabooh

دا سيمه چي افغانان يي«پښتونستان» بولي دلويو تروريستانوبن لادن پټن ځاي بلل کیږي او هلته د طالبانو زور اوقدرت ورځ په ورځ ډيريږي.

دوي نه یوازی دافغانستان دسولي لړۍته ګواښ کوي، بلکي دپاکستان يو والي ته هم ستر ګواښ جوړوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي تل له بې اعتمادۍ او یو پر بل باندي د باور نه لرلوڅخه ډک دي.

دا لانجه په ۱۹۴۷ کال کي چي د پاکستان دولت تاسسيس شو، پیل شوه . علت يې دا وو چي افغانستان ددواړو هیوادونوګده پوله چي په ۱۹ پيړۍ کي انګريزانو د بهتره کنترول دکولو لپاره پخپل سر دپښتنود سیمي په منځ کي تيره کړه، په رسميت ونه پیژانده.

د افغانستان دهغه مهال حکومت هڅه کوله چي دغځول شوی پولي څخه اخوا پښتانه دپاکستان په وړاندي پاڅون ته وهڅوي خو پدي کار بریالي نشو .

افغان کارپوه رحيم الله سمندر وايي:«دغځولي سرحد ددواړو خواوو خلکو تل ددي پولي پسر د ناندرو له امله رنځونه ګاللي دي.

خو دد يسیمي په خلکو باندي چا فکر نه کاوو. انګليسانو له هغو څخه دتزارانو په وړاندي ديوو خنډ او سنګر په توګه کار اخيسته، دافغانستان حکومت له هغه نه دپاکستان دګواښولو لپاره ګته اخيسته ،اوبرخلاف پاکستان دافغانستان دکمزوری کولو لپاره کار تري اخيسته .

دپاکستان طرحه هغه وخت عملي شوه چي سره پوځ په افغانستان باندي بريد وکړ . هغه مهال شمال لويديز ولايت دافغاني مجاهدينواو کډوالو دراغونډيدو ځاي شو .

دجنرال ضياء ا لحق دحکومت په وخت کي دپاکستان په اسلامي کولوباندي لاس پوري شو په زرهاووديني مدرسي جوړي شوي او ډير په اصطلاح مجاهدين له عربی هيواونو څخه راغلل او له افغانستان سره دګډو پولوپه سیمه کي ميښته شول .

ترځوچي هلته دلويديز په ملاتړ دکمونيزم دګواښونوپه وړاندي مقابله وکړي . دهغو يو تن يو ځوان سړي ووچي اوساما بن لادن نوميده .

پدي وخت کي پاکستان پيل وکړ چی پخپل سر قامي مشرانوپرځاي هلته متعصب جنګيالي او ملايان په قدرت راولي.

د کارپوهانو په خبره يوازي پدي وروستيو دووکلونوکي ۲۵۰ کسه دډير نفوذ لرونکي قامي مشران هلته وژل شویدي . نودوي نور دخپلو سیمودکنترول لپاره نشته .

د اتیاوموکلونو په پاي کي شوروي اتحاد له افغانستان څخه وتلوته مجبوره شو . نوپاکستان ولیدل چي امکان ورته پيدا شو او هڅه يي وکړه چي د مجاهدینو هغه مشران چي ددوي ترنفوذ لاندي وو له افغانستانه څخه دپاکستان يوتابع پلوی جوړ کړي .

خو دمجاهدينو بيلو بیلو ډلو دهغه پرځاي له يوبل سره جګړي پيل کړي. نودنويموکلونوپه نیمايي کي يو نوي پوځي واحد يعني طالبان له سرحدي سيموڅخه افغانستان ته لاړل.

ملاعمر ډير زر کابل ونيو او د اسلامي اماراتو اعلام يی وکړ . او پاکستان دسعودي عربستان ترڅنګ لومړي هیواد ووچي دطالبانو رژيم يي په رسميت وپيژانده .

مګر بيا هم له هغه نه چي پاکستان يی هیله درلوده بل حالت منځته راغي . دامريکا متحده ایالتونو په نیویارک او واشنګتن باندي د سپتمبر د۱۱نيټي له ګوذارونوڅخه وروسته طالبان او القاعده له افغانستانه څخه وشړل .

خو دهغو ډيري دپاکستان شمال لويديز ولايت ته په شالاړل اونوي قدرت ييي پيدا کړ. او اوس ددوي موخه داده چي ددوي خبره په «افغانستان ، پاکستان،اونورو اسلامي هیوادونوکي چي لويديز خپل مريان تري جوړ کړيدي » اسلامي دولتونه جوړ کړي .

دافغانستان دسياسي علوموپوه اودکابل دپوهنتون استاد سيف ا لدين سيحون لدي ناوړه حالت نه دراوتلو لپاره یوه لاره پيژني:«ددواړو هیوادونوترمنځ سرحدي لانجه بايده دي له سياسی لاري حل شی . ددي سيمي خلکوته بايده دي داوږدي مودي په ترڅ کي داقتصادي مخکي تګ، زده کړي ، او عادي حالت دراوستلو امکانات په لاس ورکړل شی . پرته له هغه به هلته هيڅکله سوله رانشی»

رتبل آهنگ/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل