د هسپانیې صدراعظم د نوو مرستو له پاره د مناسبو شرایطو هیله لري
۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سهشنبهاعلان
د هسپانیې صدراعظم مارینا رښویي ویلي دي چې هغه لا تر اوسه پریکړه نه ده کړه چې د دوی هیواد به د یورو د زون څخه پوره پور واخلي او که نه. د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د لومړي وزیر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته هغه په لومړنۍ تلویزوني مرکه کې ویلي دي چې د اقتصادي ژغورنۍ مرسته به له مشخصو او سختو شرایطو سره و نه مني. هسپانیې لا تر مخه د ځپل شوو بانکونو سره د مرستې له پاره ۱۰۰ میلیارده یورو پور تر لاسه کړی دئ.