د هسپانیې د پور اخیستنې د اعتبار کچه لا پسې راټیټه شوه
۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبهاعلان
امریکايي سازمان Standards and Poors د هسپانیې د پور اخیستنې د اعتبار کچه لا پسې راټیټه کړې ده. د دغه هیواد د پور اخیستلو د اعتبار کچه اوس له مثبت بي څخه منفي بي ته راټیټه شوې ده.
دې سازمان همداراز د هسپانیې اقتصادي راتلونکې خرابه بللې ده چې له دې سره په اتومات ډول د هسپانیې د پور اخیستنې ستونزې لا پسې ډیریږي.
د Standards and Poors سازمان د هسپانیې پورونه، بیکاري او ټولنیزه بې ثباتي د دې هیواد د پورو اخیستنې د کچې د اعتبار د رالویدو د دلیلونو په توگه په گوته کړي دي.