1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هسپانيې بانکيا بانک نورو دولتي مرستو ته اړتيا لري

۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/152tZ

په هسپانيې کې بانکيا نومي بانک د نورو ۱۹ ملياردو یورو دولتي مرستو غوښتنه کړې ده. نوموړی بانک د هسپانيې څلورم ستر بانک دئ. ويل سوي دي چي يوازي په تېر مېلادي کال کي دغه بانک تر درو ملياردو يورو څخه زيات تاوانونه کړی دئ.

د نوموړي بانک رئیس ويلي دي چي د بانک د مشتريانو پيسې له گواښ سره مخامخ نه دي. دا په داسي حال کي ده چي دغه بانک تر مخه لا له دولت څخه څلور نيم مليارده يورو مرستي تر لاسه کړي دي.

د قرضو د اعتبار ارزونکي آژانس چې Standerd and Poors نومیږي په سمدلاسه توگه د دغه بانک د قرضې اخيستلو د اعتبار درجه راټيټه کړې ده. نوموړي آژانس د دې تر څنگ د درو نورو هسپانوي بانکونو د اعتبار درجې هم راټيټې کړي دي.