1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هر مهاجر د ګوتو نښانونه بايد واخيستل سي»

۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

د اروپايي کمېسيون آلماني غړي ګيونتر اوټينګر، ويلي دي چي د پناه غوښتونکو بشپړه معلومات بايد د اروپا پر بهرنۍ پوله لا ثبت کړل سي. هغه وايي دغه اقدام د امنيت له پاره اړين دی.

https://p.dw.com/p/1HSL9
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند سياستوال ګيونتر اوټينګر چي د اروپايي اتحاديې په کمېسيون کي د آلمان استازيتوب کوي، وايي د امنيت له کبله د مهاجرو بشپړه او بلا استثنی ثبتونه اړين کار دی. نوموړی د ديجيتال اقتصاد او ټولني له پاره د اروپايي اتحاديې کميسار دی.

دغه سياستوال آلمانۍ ورځپاڼي «راينيشه څايټونګ» ته ويلي: «بې له ثبتوني اروپا ته راداخيلېدل بايد دايمي حالت پاته نه سي.» د نوموړي دغه څرګندونې د يادي ورځپاڼي د چهارشنبې (د دسامبر ۲۳مه نېټه) په ګڼه کي چاپ سوي دي.

«هره دوسيه بايد جلا جلا و ارزول سي»

ګيونتر اوټينګر ويلي دي چي دا يوه ډېره اړينه خبره ده چي ژر تر ژره داسي امکانات برابر کړل سي، چي اروپا ته د راداخيليدو سره سم د هر پناه غوښتونکي د ګوتو نخښي ثبت سي. نوموړي زياته کړې ده چي که اوس د اروپا سرحدونو ته د راخيلېدونکو ټولو مهاجرو د ګوتو نخښي اخيستل ممکن نه وي، نو حد اقل آلمان ته د داخيلېدو پر وخت دغه کار بايد سي.

دغه آلماني سياستوال په عيني حال کي غوښتنه کړې چي په اجتماعي توګه د سوريې د ټولو پناه غوښتونکو قبلېدنه دي ودرول سي. د هغه په وينا د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان د ځانګړي ادارې د کارکوونکو شمېر به زيات کړل سي. هغه زياته کړې: «د کارکوونکو زياتېدل بايد دا پايله هم ولري چي د هر پناه غوښتونکي د دوسيې جلا جلا څېړل بېرته پيل سي.»

پناه غوښتونکي د میليارد ډالرو ګټي منبع

په عيني حال کي د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره نړۍوال سازمان (IOM) ويلي دي چي د پناه غوښتونکو لېږد د قاچاقبرانو له پاره د ميلياردونو ډالرو تجارت بڼه خپلې کړې ده.

د دغه سازمان د رئيس ويليم لېسي سوينګ په وينا يوازي په روان مېلادي کال مجرمو ډلو له جګړې څخه د تښتېدونکو پر سر يو ميليارد

ډالره ګټلي دي.

د ويليم ليسي سوينګ، په وينا پناه غوښتونکي د خپل سفر له پاره انساني قاچاق وړونکو ته د ۲۰۰۰ او ۶۰۰۰ ډالرو تر منځ پيسې ورکوي. د سوينګ په وينا انساناني قاچاق وړونکو د پناه غوښتونکو پر سر په تېرو ۱۵ کالو کي تر ۱۰ ميلياردو ډالرو زياتي پيسې ګټلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وينا په نړۍ کي د مهاجرو او بې ځايه سوو انسانانو شمېر دومره لوړ سوی، چي په تاريخ کي يې ساری نه ليدل کيږي. د ياد سازمان د يوه راپور له مخي په ۲۰۱۵م کال تقريبا ۶۰ ميليونه انسانان مجبوره سوي چي خپل کور او کلی پرېږدي.