د هرات په گذرې او انجيل ولسواليو کي څو پروژې بشپړي سوې
۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبهپروژې د هرات په ګذرې او انجيل ولسواليوکي تر 6 مياشتيو کار وروسته بشپړي سوي دي.
په هرات کي د ملي پيوستون د پروگرام د لاري1146 محلي شوراگاني تاسيس سوي. د پروګرام له پيله د 2565 پروژو وړانديز سوی،چي2128 يې تراوسه بشپړي او425 يې تر کار لاندي دي.
ددې پروژو په تدبيقېدو سره نه يوازي داچي، زرګونه وګړوګټه ځني اخيستې، بلکي ډيرو وزګاروخلکوته د يې د کار موندني زمينه هم برابره کړې ده او د هيواد د اقتصادي پرمخ تګ سبب ګرځېدلي دي.
دملي پيوستون پرګرام دولسي خلکوپه انتخاب او10 فيصده مالي ونډي سره په افغانستان کي د نړيواله ټولني د بيارغوني يو ترټولو ګټورپروګرام ياد سوی.
دغه پروگرام تقريباً په ټول افغانستان کي روان دی. خو په ځينو نا امنه ولاياتو کي يې ځني وختونه کارونه د ځند سره مخامخ يي.
د اړونده چاروکارپوهان ورته پروګرامونه د هيواد د بيارغوني اوسولي په پرمختګ کي اړين بولي او هيله لري چي ددولت ټولي عام ګټي پروژې دملي پيوستون څخه په زده کړي د عامه وګړوسره په مشوره پر مخ لاړي سي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی. زيارمل