د هرات مسجد جامع مخي ته چاودني سخته مرگ ژوبله رسولې
د هرات د مسجد جامع مخي ته په پارکنگ کي چاودني ۷ ملکيان وژلي او ۱۶ نور ئې ټپيان کړي دي. پېښه نن ماسپښين رامنځه سوې. مسئوليت ئې تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخيسی. په اړه ئې انځوريز راپور.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده ويلي دي چي په چاودنه کي وژل سوي او ټپيان ټول ملکيان دي. هغه ويلي دي چي چاودېدونکي توکه په يوه موټرسايکل کي ځای پر ځای سوي ول.
د هرات د ولايت شورا د امنيتي کمېټې مسئول داکتر مهدي حديد دويچه ويله ته وويل چي د چاودني پرمهال په مسجد جامع کي د هرات والي او نورو محلي چارواکي په يوه فاتحه کي ناست ول. هغه ويلي دي چي والي ته زيان نه دی رسېدلی.
د چاودني په ځای کي اور هم بل سوی او ډير کسان ئې سوځولي دي. عيني شاهدانو شکايت کاوه چي دطفائيه ډېره ناوخته ور رسېدلي.
د مسجد مخي ته په پارکينگ کي ولاړو موټرسايکلونو او نورو نقليه وسايلو اور اخيستی او بشپړ سوځېدلي دي.
چاودنه د هرات مسجد جامع په شمالي دروازه کي رامنځ ته سوې ده.
حديد دغه راز ويلي دي چي نن د هرات په مسجد جامع کي د علماو شورا غونډه هم رابلل سوې وه. رپوټ: شعيب تنها شکران