1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د ولايتي شورا يو وکيل د سړي تښتوني په تور نيول سوی

عتيق الله مطمئن۱۳۹۵ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

د هرات د ولایتي شورا يو وکیل د ملي امنيت مامورينو د سړي تښتووني په تور نيولی دی. د دغي شورا مشر دغه کار غير قانوني بولي، خو حقوق پوهان بيا وايي چي د ولایتي شورا استازي د قانون له مخې مصؤونیت نه لري او نیول کیدای شي.

https://p.dw.com/p/1JejS
Herat, Afghanistan Demonstration Entführung Kind
انځور: DW/H. Hashemi

[No title]

د هرات ولایت مقام چارواکي وايي چي دغه وکيل يې د مرکزي چارواکو په تفاهم نیول نيولی دی.

د هرات د ولایتي شورا وکیل محمد عسکر انوري، د ملي امنیت له خوا د سړي تښتووني په تور نیول شوی او ویل کیږي چې هغه شخص چې د ولایتي شورا د یاد وکیل او ملګرو له خواه تښتول شوی وو وژل شوی دی.

د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی وايي، د ملي امنیت ریاست له خواه باید دوی ته مکتوب لیږل شوی وايي، څو دوی یاد وکیل څارنوالۍ ته ورلېږلی وای او وروسته بیا محکمې خپله پریکړه کړې وايي خو دا چې یو وکیل په بازار کې په زوره نیول کیږي وهل کیږي ساتونکي یې بې وسلې کیږې دا د قانون خلاف عمل دی او نه باید تر شوی وای:

«قانونآ باید د ولایتي شورا مشر ته مکتوب را لیږل شوی وايي خو داسې چې په بازار کې نیول شوی او وهل شوی دا د قانون خلاف عمل دی موږ والي ته هم وویل هغه ویل مرکز امر کړی نو مرکز هم چې کوم کار کوي باید قانوني وي.»

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې د ولایتي شورا وکیل محمد عسکر انوري د یوې موضوع په تور نیول شوی او دا نیول کیدل د سنا مجلس او سیمه ایزو ارګانونو په خبرتیا تر سره شوی مرکزی چارواکي خبر وو او څېړني رواني دي.

هاخواه د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادې مشر اجمل هوډمن وايي چې د ولایتي شورا استازي داسي فکر کوي چې دوی هم د پارلمان د غړو په شان مصؤونیت لري، خو داسي نه ده حکومت کولای شي چې یاد کسان ونیسي خو د هر افغان د نیولو پر وخت باید یوشمیر قانوني اړخونه په پام کې ونیول شي.

د شخص د نیولو محل باید معلوم وي، شخص باید مدافع وکیل ولري او د دې ترڅنګ باید شخص په باعزت ډول سره ونیول شې او له هر راز شکنجې څخه وساتل.

د ولایتي شورا وکیل په داسي حال کې د سړي تښتون په تور نیول کیږې چې دوې ورځي مخکي د هرات ښاري محکمي ۱۳تنه سړي تښتوونکي په یوه علني محکمه کې په اعدام محکوم کړل.