1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د ميرمن حياتي مکتب ودانۍ جوړه سوه

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

په هرات ښار کي دمير من حياتي نومي نجونو مکتب ته دولايتي بيارغوني ټيم دخوا ودانۍ جوړه سوې ده ،او 150زره يورومصرف ورباندي راغلی دی چه ټول يې ايټاليا ورکړي دی

https://p.dw.com/p/Mame
انځور: AP

مکتب دشپږمياشتوپه جريان کي په800مترمربعه مځکه کښي جوړ ،چه 16صنفونه، حويلي اونورلازم ملحقات لري .

په هرات کي دښوني رياست ويانداستادکامران تقوی دهغه دپرانستو پر مهال خبريالانوته وويل چه په جوړيدو سره يي 3000 نجوني د خيموڅخه دښونځي عصري ټولګيوته ننوتلي«دميرمن حياتي ښونځي وداني چه موږيې دپرانستو شاهدان يو،دڅوکلونوراهيسي يې ودانۍ نه درلوده ،زموږ زده کونکوبه په کرايي کورونو،ياخوهم ترخيمولاندي درسونه پر مخ بيوله . دنيکه مرغه هرات کي ميشت دايټالياولايتي بيارغوني ټيم دمرستوپه دوام دميرمن حياتي ښونځي دودانی جوړولوکارهم په غاړه واخيسته شپږمياشتي دمخه يې دښاروالی اړوندمځکه کي دبنسټ ډبره کښيښول،اوپه دوو منزلوکي يې کار تکميل سو»

دمير من حياتي ښونځي وداني کي د اول صنف څخه تر12 صنف پوري 3000نجوني زده کړي پرمخ بيايي .

ددغه ښونځي وداني تعميراتي کارونه ديوه افغان ساختماني شرکت له خوادتړون له مخي پلي کړي دي، دکارد جريان څخه يې دپوهني رياست پر مسلکي کارکونکوسربيره محلي مشرانوڅارکاوه ،ځکه نودکاراوساختماني موادوکيفيت څخه يې نه يوازي نيوکه نوه ،بلکي داړونده چاروکارپوهان اودښونځۍ مامورين هم خوښ وه . ددغه مکتب يوه معلمه وايی،« د مکتب تعمير ښه کيفيت لري اونجونوتيرمهال يې دځای دنه درلودلو له کبله ډيري مشکلات درلودل »

دغي ښونکي ددې ترڅنګ چه دښونځیپه وداني خوښه وه ،ورسره په څنګ کي يې دښونځۍ دپاره دازادي فضانه موجوديت يوه له ستونزوڅخه وبلله هيله يي لرله چه دانيمګړتيايي هم پوره سي .

دهرات دمعارف رياست وياندوويل دغه سيمه کي مځکی ډيري کمي اوقيمتي دي ،په لومړي پلايي مځکه پيدا نه کړه، خواوس يې سيمه ايزه مشرانوسره په مشوره دښونځي ترخوالږڅه مځکه په ګوته کړې ده . انتظار سته چه دزرغوني فضاستونزه به يې هم هواره سی .

دميرمين حياتي ښونځي وداني دپرانستو په مناسبتي غونډه کي دډيرونوروخلکوترخوازده کونکي ډيرخوښ وه . د هغويوتعدادسره يې چه دويچه ويله المان راډيوخبري وکړې ،خپله خوښي يې داسي څرګنده کړه.

جنت بي بي د7 صنف شاګرده ده او وويل ،«تير مهال يې ټولګی خاورين هرورځ به يې کالي خاوروخځلولړل، مګردامهال په عصري ميزوچوکي سربيره پوخ اواساسي ټولګي لري»

په داوروستيووختوکي دبين امللي ټولني په کومک دهرات د 570 مکتبوڅخه څه دپاسه 300 مکتبوته تعميرونه جوړ ياترميم سوي دي چه ددغه منځه 46ودانۍ يې په مرکزاوولسواليوکي ولايتي بيارغوني ټيم ياPRTجوړي کړي دي .

شريف شرفيار

کتونکي : محمد قاسم نوري