د هايټي سره د مرسته کونکو هيوادونو کنفرانس
۱۳۸۹ فروردین ۱۲, پنجشنبهپه سلهاوو تنه چې بايد په روغتونونو کې وای، د سړکونو په سر په خيمو کې دی. تر اوسه د کاريبيک معتدله هوا د بې کورانو او ناروغانو په خوا ده. خو ډير زر د پسرلي بارانونه او کلني توپانونه رارسيږی. په هايتی کې د ملګرو ملتونو د مأموريت مشر ايدمونت موليت وايي:
« له دې امله به په سلهاوو زره هايتيايان چې اوس په خيمو کې ژوند کوی، او ځينی يې له مقوا کاغذ او لرګيو نه خيمې لری، بيرته هرڅه له لاسه ورکړی.»
له دې امله عاجلې او پراخې مرستې ممکنې نه دی.
د لا تر اوسه انګيرنو له مخې هايتی د بيا رغاونې له پاره 11،5 ملياردو ډالرو ته چې څه ناڅه 8،5 مليارده ايرو کيږی، اړتيا لری. له دې سره په پرتله کې، هغه 2،8 مليارده ايرو چې د مرسته کوونکو هيوادونو له کنفرانس څخه يی هيله کيږی، نسبتاً لږ بريښی. دا د راتلونکو اتلسو مياشتو لپاره يواځې يو ګام دی، دهغې يوې پروسې لپاره، چې که هرڅه په ښه توګه پر مخ لاړ شی، لس کاله به دوام ومومی، ځکه موخه، څرنګه چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرامونو مشر/مشره هيلين کلارک وايي، يواځی د ورانيو له منځه وړل نه دی، بلکې د هايتی لپاره يو نوی پيل دی.
«په اصل کې خبره پر هغه حالت ده چې د يوې له تصور نه لوړې تراژيدۍ نه وروسته، له هغه چانس نه کار واخيستل شی، چې يو لا ښه هايتی جوړ شی.»
بډې، ويجاړ اقتصاد، بی وزلی او بی ثباتی ـ په هر صورت ډيرې پوښتنې چې آيا د هايتی اوسنی حکومت د بيا رغاونې يو ښه ملګری او همکار کيدای شی. د ملګرو ملتونو د مأموريت مشر موليت پکې د هيڅ کوم خنډ ليدل نه غواړی:
« موږ بايد بښنې غوښتلو ته ونه ګورو، څو له تأريخی حکومت سره کار وکړو - زه فکر کوم په هايتی کې د مؤسسو په ضعف کې، نړيواله ټولنه او دولت دواړه مسؤليت لری.»
د کنفرانس د موخې په برخه کې هم همدغه ترديد کومه مرسته ونه کړه - دې بايد د نړيوالې ټولنې د برخې اخيستو کميدنه، درولې وای او د 100 ګډونوالو هيوادونو د پياوړې مالی مرستې لپاره يې کار کړی وای.
کلکې ژمنې تر اوسه د امريکې د متحدو ايالتونو لخوا، چې يو مليون ډالره اعانه ورکوی، ورکړل شويدی. د اروپايي ټولنې لخوا ويل شويدی، چې 1،2 مليارده ايرو به تيارې کړی.
دا چې د دغو پيسو څومره برخه به آلمان په غاړه واخلی، لا نه ده څرګنده: د آلمان حکومت چې په نيويارک کې يې يو رسمی پلاوی استازيتوب کوی، څرګنده کړه چې د آلمان مرستې به څرنګه چې ويل شوی، د کنفرانس موخه وی.
Schmidt, Thomas/ سهيلاحسرت نظيمي
کتونکی. زيارمل