د هالیود نومیالي فلم جوړونکي خپل ځان وواژه
۱۳۹۱ مرداد ۳۰, دوشنبهاعلان
د هالیود نومیالي فلم جوړونکي توني سکوت د یکشنبې په ورځ خپل ځان وژلی دئ. دغه فلم جوړوونکي ۶۸ کاله عمر لاره او د Top Gun او Man on fire په شان فلمونه جوړ کړي ول چې هغه نوم ئې د سینما په تاریخ کې ثبت کړی دئ.
دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دې بریتانیايي الاصله امریکايي فلم جوړوونکي ولي خپل ځان وژلی دئ خو د رپوټونو په حواله هغه د پرون د لاس انجلس له پله څخه خپل ځان لاندې گوزار کړی دئ.
پولیسو تر اوسه پورې داسې کوم ثبوت نه دئ موندلی چې وښيي د سکوت مړینه ځان وژنه نه وه. د هغه له موټر څخه یو لیک هم تر لاسه شوی دئ چې هغه پکښې لیکلي دي چې غواړي خپل ځان ووژني.