1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالنډ اکثريت غواړي چې د دوی عسکر بايد له افغانستان څخه ووزي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲, دوشنبه

د هالنډ په %٦٠ برخې وگړي د دې پلويان دي، که چېرته په افغانستان کې د هالنډي عسکرو د مړينې شمېر ٢٥ تنو ته ورسيږي، نوبايد د دوې عسکر له افغانستان څخه راووزي.

https://p.dw.com/p/DlSi
يو هالندي عسکر په افغانستان کې
يو هالندي عسکر په افغانستان کېانځور: AP

دا د هغه ټولپوښتنو پايله ده، چې د هالنډ يوې انټرنيټي پاڼې کړې او ١١٠٠٠کسانو برخه پکې اخيستې ده.

له بله پلوه %٢٥ برخې هالنډيان بيا په افغانستان کې له نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو ISAF او ناتو سره خپل موجوديت ته، د مرگ ژوبلې سره اړوند نه ورکوي.

اوس اوس د افغانستان په جنوبي ولايت ارزگان کې ١٦٠٠ هالنډي عسکر د ناتو تر قومانده لاندې پراته دي. هالنډ پرېکړه کړېده چې د ٢٠١٠ م کال د آگست تر مياشتې پورې به په افغانستان کې پاتې کيږي. تر اوسه پورې د دوې د وژل شوو عسکرو شمېر ١٦ تنو ته رسېدلی، چې نيمايي برخه په نظامي عملياتو کې له منځه تللي دي.