د هالند پارلمان د دغه هیواد د سپما پروګرام ومنه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعهاعلان
په هالند کې د حکومت له دندې څخه د ګوښه کیدو درې ورځې وروسته، د برحاله لومړي وزیر مارک روته، د سپما پروګرام د پارلمان له خوا ومنل شو.
د روته د ښي اړخه لیبرال ګوند او مسیحي ډیموکراټ ګوند ائتلاف، د درو نورو وړو ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړ. روته غواړي چې د ۱۴ تر ۱۶ ملیارډه یورو وسپموي چې خپل پورونه د اروپايي کمیسیون له خوا له ټاکل شوي حد سره برابر کړي. اروپايي کمیسیون هالند ته د اپریل تر ۳۰ نیټې پورې وخت ټاکلې دئ چې خپله د سپما طرح وړاندې کړي.