د نیکپا دویمه لوبه له ایراني ورزشکار سره ده
۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه
د المپیک په لوبو کې د افغانستان لومړي مډال گټونکي روح الله نیکپا، په لندن کې هم خپله لومړۍ لوبه وګټله. هغه د پنجشنبې په ورځ (د اګست د میاشتې نهمه نیټه) خپل پولندي حریف میشل لونیفسکي، ته د ۱۲ نمرو په ګټلو سره ماتې ورکړي. لونیفسکي په دې لوبه کې د پنځو نمرو په ګټلو وتوانید.
نیکپا د تکواندو د سیالیو د ۶۸ کیلو ګرام وزن لرونکو په ډله کې لوبه کوي. هغه به د دې لوبو په دویمه مرحله کې له ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، سره مسابقه وکړي.
دغه دوه ورزشکاران به د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ما ښا م ۰۸:۱۵ لوبه وکړي. ایراني لوبغاړي په لومړي مرحله کې د مرکزي افریقا ورزشکار ته د اوو امتیازونو په ګټلو سره ماتې ورکړه.
دې ایراني ورزشکار په ۲۰۰۹ کال کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سروزرو مډال گټلی وو. دغه لوبې په دنمارک کې شوي وې. هغه همداراز د اسیا په اتلولیو کې د سپینو زرو او د برونزو مډالونه هم گټلي دي.
د افغانستان د المپیک د کمیټې رئیس محمد ظاهر اغبر، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې د نیکپا د لا بریاو هیله څرگنده کړه. هغه وویل چې هیله لري چې نیکپا به په دې لوبو کې د سرو زرو مډال وگټي.
د لوبې د لیدو له پاره ډیر افغانان هم لوبغالي ته راغلي ول او نیکپا ئې ډیر تشویق کړ.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض