د نیکاراګوا جمهور ریس د دریم ځل له پاره په کار پیل وکړ
۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبهاعلان
د نیکاراګوا جمهور ریس، دانیل اورتیګا، د ریاست جمهوري د مقام د دریم وارې انتخابېدو له پاره لوړه وکړه. په دغو مراسمو کي د مرکزي امریکا د هیوادونو ټولو جمهور رییسانو د ایران د جمهور ریس محمود احمدي نژاد په ګډون برخه اخیستې وه.
۶۶ کلن اورتیګا د نوومبر په میاشت کي د رسمي ارقامو له مخي د رایو ۶۲ فیصده تر لاسه کړي وې. اپوزیسیون پر ده باندې په انتخابتو کي د درغلیو تور لګوي او زیاتوی چي دی غواړي د ټول عمر له پاره جمهور رییس پاتې سي.