1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نگورنو قره باغ نوو شخړو نړيوال اندېښمن کړي دي

۱۳۹۵ فروردین ۱۵, یکشنبه

په جنوبي قفقاز کې د آرمنستان او آذربایجان جمهوریتونو تر منځ د شخړیزې سیمې نگورنو قره باغ پر سر روانو نښتو کې په لسگونه سرتیري وژل شوي دي. نړیوالې ټولنې له دواړو خوا څخه د اوربند غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1IOeM
انځور: Getty Images/B. Hoffman

په عین وخت کې نړیوالې ټولنې د قفقاز د دغو دوو مهمو جمهوریتونو تر منځ پر روانې شخړې او نښتو اندیښنه ښودلې ده او د یو عاجل اوربند غوښتنه یې کړی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمائر، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSZE) مشر هم دی د نگورنو قره باغ په هکله په یوه بیانیه کې ویلي دي: «په دې سیمه کې د پوځي نښتو او جگړې ډوله وضعیت د اندیښنې وړ دی. په ځانگړي توگه د انسانانو مړینه، په کوم کې چې پوځیان او عام خلک شامل دي ډیر د افسوس ځای دی.»

نوموړي له دواړو ښکیلو اړخونو څخه وغوښتل چې په عاجل ډول دې شخړه پای ته ورسوي او د پوځي بریدونو په بندولو سره دې د اوربند درناوی وکړي.

د خبرو اترو لاره

د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم د اذربایجان او ارمنستان تر منځ روان وسلوال پوځي کشمکش غندلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو زویر جان کیري ویلي دي چې سرحدي او جغرافیوي شخړې د نظامي عملیاتو له لارې نه شي حل کیدلی. نوموړي پر دواړو خواو ټینگار کړی دی چې د شخړې د حل له پاره دې د خبرو اترو لاره خپله کړي.

په همدې منځ کې د ترکیې حکومت ویلي دي چې دوی به په دې شخړه کې د ازربایجان ملاتړ ته دوام ورکړي. تیره ورځ (شنبه د اپريل میاشتې ۲مه نېټه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یراوان او باکو حکومتونو څخه وغوښتل چې په عاجل ډول دې نښتې پای ته ورسوي.

وروسته له څو کلونو څخه په نگورنو قره باغ شخړیزه سیمه کې د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ په دومره شدت سره نښتې رامنځته کیږي. دغه شخړیزه سیمه د ۱۹۹۴ کال تر جگړی وروسته د ارمنستان د جدای غوښتونکو په ولکه کې ده.

که څه هم دغه سیمه د اذربایجان په خاوره کې دننه واقع ده، خو د ۱۹۹۴ کال د آزادۍ جگړې تر پای ته رسیدو وروسته نگورو قاراباغ د سیمه ییزو خلکو له خوا اداره کیږي چې د ارمنستان حکومت له خوا یې په بشپړ ډول پوځي او مالي ملاتړ کیږي.

«وضعه تر اندازې زیاته کړکیچنه »

په همدې منځ کې د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه تازه خپره شوې بیانیه کې ویلي دي چې د دغو نښتو په ترڅ کې د ارمنستان نږدې ۱۰۰ سرتیرو ته مرگ ژوبله اوښتې او ۶ ټانکونه یې له منځه تللي. نوموړي وزارت د اذربایجان د ۱۲ سرتیرو د وژل کیدو اطلاع هم ورکړی دی.

د شنبې په ورځ د اذربایجان د دفاع وزارت د نگورنو قره باغ د څو غرنیزو سیمو او کلو د نیولو اعلان هم کړی دی.

د ارمنستان ولسمشر ویلي دي چې تر اوسه پورې په نښتو کې ۱۸ تنه اذربایجاني سرتیري وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. په باکو کې د اذربایجان د دفاع وزارت ویاند واقف درگا علي ویلي دي که څه هم د شنبې ورځې له ماښام څخه د نښتو لړۍ دریدلې ده، خو وضعه تر اندازې زیاته کړکیچنه ده.

بل لور ته د ارمنستان حکومت د اذربایجان له خوا د ارمنستاني سرتیرو د وژل کیدو په هکله ورکړل شوي ارقام رد کړي دي. د ارمنستان ولسمشر سیرز سارکِسیان د خپل هیواد امنیت شوری ته د وینا پر مهال په دغو نښتو کې د ۱۸ ارمنستاني سرتیرو وژل کیدل او د ۳۵ ټپي کیدل تائيد کړي دي.

د وروستيو خبرونو له مخي د آذربايجان له خوا د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۳مه نېټه) د يو جانبه اوربند اعلان وسو.