د نژاد پالنی او پرديو سره د دښمنيو پر خلاف د اروپائی اتحاديی پريکړه
۱۳۸۶ اردیبهشت ۴, سهشنبهد نژاد پالنی او پردیو سره د دښمنی په خلاف د بندیزونوپه پر یکړی کی په یو لړ گډو نورمونو خوښه وشوه او د لږ تر لږی سزا په سر خبری اتری وشوی.
هغه څه چی د اروپائی ټولنی د غړو هیوادونو د عدلیی وزیرانو په نوموړی غوڼډی کی خورا د پام وړه ده هغه دا ده چی هغوی وغوښتل چی د نژاد پالنی او پردیو سره د دښمنی په خلاف د بندیزونو لگولو سر ه سیاسی نښه کیږدی. د آلمان د عدلیی وزیری، بریگیتی څیپریس Brigtte Zypries چی په اوسنی وخت کی د اروپائی شورا مشری په غاړه لری، له لومړی سره دغه خبره څرگنده کړی وه.
“ زه فکر کوم، چی دا خورا د اهمیت خبره ده ، چی مونږ په ډاگه ووایو چی مونږ داسی یو شئ په اروپا کی نه غواړو. مونږ له هر انسان څخه چی په هر نژاد پوری تړلی وی، او یا له هر ځای څخه چی وی، ساتنه کوو، مونږ اجازه نه ورکوو چی هغوی سره توپیر پالنه وشی او په هیڅ ډول د هغوی پر خلاف د زور زیاتیو اجازه به ور نه کړو. “