د نړۍ ډاډمن او غير ډاډمن هوايي شرکتونه په انځورونو کي
د نړۍ په ۶۰ سترو هوايي شرکتونو کي کوم يو ئې ډاډمن او کوم ئې غير ډاډمن دی؟ يوې اروپايي موسسې «JACDEC» په خپل وروستي راپور کي دغي پوښتني ته جواب ويلی. دغه موسسه د هوايي شرکتونو د ډاډمنتيا ټاکلو په برخه کي کار کوي.
چين ايرلاين د نړۍ په ناډاډمنو شرکتونو کي
کله چي مسافر د چين ايرلاين يوې الوتکي ته پورته کيږي، هرڅه سم ښکاري، خو کله چي د الوتکي ماشین چالان او الوتني ته تياره سي، په مسافرو کي اندېښنې پيدا سي چي د خپل سفر له پاره ئې يو غير ډاډمن هوايي شرکت غوره کړی دئ. دغه شرکت په غير ډاډه هوايي شرکتونو کي شمېرل کيږي.
د کلمبيا ملي الوتکه هم په غير ډاډمنو شرکتونو کي
د هوايي شرکتونو د درجه بندۍ له پاره يو معيار، په دغو الوتکو کي د نورو ټولو هوايي شرکتونو په پرتله د مسافرو مړينه او دا چي څومره پروازونه ئې کړي دي. د دغو معيارونو له مخي د کلمبيا ملي الوتکه د نړۍ په غير ډاډه الوتکو کي شمېرل کيږي.
د اندونيزيا «گارودا» ايرلاين هم غير ډاډمن هوايي شرکت دی
د اندونيزيا دغه شرکت په نړۍ کي د غير ډاډمنو هوايي شرکتونو په ليست کي دريم دئ. د ډاډمن او غير ډاډمن هوايي شرکت د ټاکلو له پاره په تيرو درو کلونو کي هوايي حوادث هم معيار ټاکل سوی دئ.
له انساني خطاوو رامنځ ته سوي پيښي، اب و هوا او تروريزم شرايط په دغه رتبه بندۍ کي نه دي راغلي. که څه هم چي په سلو کي لس هوايي پيښي تروريستي عوامل لري.
دغه راز په سلو کي لس پيښي د هوا د خرابوالي په سبب رامنځ سوي.
د نړۍ ډاډمن هوايي شرکت د هنگکانگ «کاتای پاسيفيک» دی
دغه شرکت د ډاډمنو شرکتونو په ليست کي لومړی ځای لري. دغه هوايي شرکت د ۱۴۰ الوتکو په لرلو سره له ۲۰۱۰م کال راهيسي په نړۍ کي يو له سترو مسافر وړونکو شرکتونو څخه دئ.
«اير نيوزيلند» دوهم ډاډمن هوايي شرکت دی
لوفت هانزا هوايي شرکت په نړۍ کي دولسم ځای نيولی دئ.
لوفت هانزا هوايي شرکت
دا د کلمبيا هغه الوتکه ده چي پکښې سپاره ټول ۸۱ کسان ووژل سول. په دوی کي ۹ کسان د برازيل د يوې فوټبال لوبډلي غړي ول.