د نړۍ په گوټ، گوټ کې اختر ولمانځل شو
۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبهد افغانستان ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې « د ۲۰۱۲م کال د اگست د میاشتې ۱۹مه» د ورځې په سهار د تشريفاتو ګارد له معاينې وروسته د نيکمرغه کوچني اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې اداکړ.
د ولسمشر د دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر له خبريالانو سره په خبرو کې د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمان امت ته د کوچني اختر مبارکي وويله او هيله ئې څرگنده کړه چې د نيکمرغه کوچني اختر په برکت دې د افغانستان په شمول د نړۍ په نورو هیوادونو کې تل پاتې سوله ټینگه کړي.
خبر پاڼه زیاتوي چې حامدکرزي په هېواد کې وروستیو پیښو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې سږ کال بیا هم او تر پخوا لا زیات د اسلام او مسلمانانو د ښمنانو د اسلام او د طالب په نامه د افغانستان پر ملت د روژې په میاشت کې ډیر ظلم وکړ.
د ولسمشر په وینا د نیمروز، خوست، ننګرهار، کندز او د افغانستان په نورو سیمو کې ئې په جوماتونو کې بمونه وچول او ځان مرګي بریدونه ئې ترسره کړل. هغه زیاته کړه:
«مسلمانان او د مسلمانانو اولادونه ئې د کار او د حلالۍ روزۍ د پیدا کولو پر مهال روژه پرخوله شهیدان کړل، هغو کسانو چې دا ظلم کړی دئ له شک پرته چې دا ئې له لوی خدای سره په دښمنۍ او د هغه د مخلوق د وژنې له پاره کړی دئ او هغوی دې په دې پوه شي چې اخرت ورځینې خطا دئ.»
خبر پاڼه وړاندې کاږي چې ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو او د هغوې په مشران غږ وکړ او ویویل:
«کوم ظلم چې ستاسو له نامه څخه د افغانستان پر ملت وشو که چیرې دا ظلم تاسو کړی وي موږ په دې اړه څه نه وایو، ځکه چې د افغانستان ملت به یوه ورځ ضرور دا حساب کوي او که چیرې دا ظلم تاسو نه وي کړی نو د یو مسلمان او افغان په توګه خپل غږ پورته کړې او ووایې چې دا ظلم تاسو نه دئ کړی او د افغانستان له ملت څخه بخښنه وغواړئ او حقیقت بر بنډ کړئ.»
په عین وخت کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هم د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر په رارسیدو د مبارکۍ پیغام استولی دئ. اوباما په خپل پیغام کې ویلي دي:
«زه او زما میرمن په متحده ایالاتو او ټولې نړۍ کې اسلامي ټولنو ته د کوچني اختر د لمانځلو په درشل کې خپلې نیکې هیلې وړاندې کوو.»
خو د افغانستان گاونډي هیواد پاکستان کې د تل په شان دوه اخترونه لمانځل کیږي. د رپوټونو په حواله د خیبر پښتونخوا په ایالت کې نن د اختر لومړی ورځ ده، خو د پاکستان په نورو ایالتونو کې به د دوشنبې په ورځ اختر ولمانځل شي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل