د نړۍ هم خبرونه په انځور کي
په بيت المقدس کي عرب او يهوديان سره جلا کيږي
د تاوتریخوالي تازه لړۍ ته په کتو سره اسرائيل غواړي د بیت المقدس په ختیځه برخه کې عرب او یهود میشته سیمي د یوه دیوال له لارې جلا کړي. د اسرائيلو د راديو تلویزیون د یوه رپوټ په حواله په پام کې ده چې د عربانو عیسوي سیمه په یوه اوسپنیز دیوال سره د بیت المقدس په منځ کې یوه حایله سیمه وگرځول شي. په دې ترڅ کې د یوه ۱.۵ کیلومتره اوږده او کابو ۹ متره لوړ دیوال جوړول په پام کې نیول شوي.
په سربستان او کروشيا کي په زرونو مهاجر بند دي
په زرونو مهاجر په سربستان او کروشیا کې بند پاتې دي. له هغه وروسته چې سلوانیا سرحدي لاري وتړلې، د کروشیا او سلوانیا پر سرحد په زرونو مهاجر په سخته یخنۍ او باران کې انتظار باسي. د سلوانیا پولیسو مهاجر د شپې له خوا په زور سره ایسار کړل. د لیوبلیانا حکومت وویل غواړي د مهاجر شمیر د ورځې ۲۵۰۰ ته محدود کړي. د پولیسو په حواله د یکشنبې په ورځ ۲۱۰۰ مهاجر دغه هیواد ته داخل شول.
له ايران سره د اټومي تړون عملي کول پيل سول
د امریکا متحدو ایالتو ولسمشر بارک اوباما له ایران سره د اتومي تړون عملي کیدل د یوه مهم گام په توگه یاد کړل. د اروپايي ټولنې په شان د واشنگټن حکومت هم پر ایران د لگولو شویو بندیزونو پر لغو کولو لاس پور کړ. د یکشنبې په ورځ د دغه اټومي تړون تر رامنځته کیدو وروسته درې میاشتنې موده چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا ټاکل شوې وه، پای ته ورسیده. اوس ایران د تړون په عملي کولو مکلف دی.
«د خليج هيوادونه دي ډېر مهاجر ومني»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر سعودي ته د خپل سفر د پيلولو پر وخت د خلیج پر هیوادونو په غیر مسقیمه توگه د زیاتو مهاجر د منلو غږ کړی. د سعودي ورځپاڼې «الشرق الوسط» سره په خبرو کې هغه وویل چې مهاجرو ته د پنا د ورکړي په برخه کې یوازې اروپا باید یووالې ونه ښيي، بلکي د منځني ختیځ هیوادونه هم د دې ستونزې د حل له پاره ستر مسئولیت لري. شتاین مایر به نن د ریاض له پاچا سلمان سره وگوري.
د سوريې کړکېچ د حل په موخه ديپلوماتيکي هلي ځلي
د امریکا متحد ایالات غواړي د نوو وړاندیزونو له لارې د سوریې د کړکیچ د حلولو هلي ځلي یووار بیا کړندۍ کړي. د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مادرید کې وویل چې دی به څو ورځې وروسته په اروپا کې د خپلو روسي، ترکي، سعودي او اردني سیالانونو سره وگوري. هغه وویل چې په دغه لیدنه کتنه کې به پر داسې لارو چارو غور وشي چې له مخې یې په سوریه کې سیاسي بدلون رامنځ ته شي.