د نړۍ مهم لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په یمن کې پر عسکرو خونړی بريد شوی
د یمن په جنوب کې یوه ځانمرګي برید لږ لږه ۵۴ انسانان وژلي او نور ډیر یې ټپيان کړي دي. د امنیتي کړیو په حواله په عدن ښار کې د پوځ د جلب او جذب مرکز ته څيرمه یوه سړي په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول. افراطي ډلې «اسلامي دولت» په «اعماق» نومې ویب پاڼه کې چې دوی ته نزدې بلل کیږي، د برید پړه منلې ده. دغه بندري ښار د حوثي یاغیانو له خوا د پلازمینې صنعا له نیول کیدو راهيسي د یمن موقتي پلازمینه ده.
په افغانستان کې برمته شوې آسترلیايي آزاده شوې
یوه آسترالیایي مرستندویه کارکوونکي چې څلور میاشتې مخکي تښتول شوې وه آزاد شوې ده. د چارواکو په وینا برمته شوې بهرنۍ وگړې جلال آباد ته څیرمه د ځانگړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې آزاده کړل شوې ده. ویل شوي کیري جېن وېلسن، چې په اپریل میاشت کې په جلال آباد کې له خپل خیریه مرستندویه دفتر څخه دوو وسله کسانو بیولې وه، بیرته آزاده شوې، روغه رمټه او په ښه حالت کې ده.
ایران د خپلې اټومي دستګاه مخې ته دافع هوا راکټونه نصب کړي
ایران د خپلې اټومې دستګاه د ساتنې په موخه دافع هوا راکټونه نصب کړي. لکه څرنګه چې د فارس خبري آژانس رپوټ ورکړی د سپاه پاسداران انقلاب له خوا د روسیې څخه راوړل شوي ایس ـ ۳۰۰ ډوله راکټونه په فردو ښار کې د یورانیمو د غني کولو د یوې بټۍ مخې ته نصب شول. د ایران د دافع هوا قوماندان جنرال فرزاد اسماعیلي وویل چې د هیواد اتومي دستګاه یې باید «په هر ډول شرائطو» باید وساتله شي.
آلمان: د «اسلامي دولت» ډلې پر پلوي د اقامې دعوا شوې
د آلمان په هانور ښار کې د «اسلامي دولت» ډلې د یوې احتمالي خواخوږې له خوا پر پولیس د چړې د ګوزار له کبله څارنوالۍ پر دغه نجلۍ د اقامې دعوا کړې. د څارنوالۍ له خوا زیاته شوې چې دغه عمل د «اسلامي دولت» ډلې له پاره د «شهادت د عملیاتو» په توګه یاد شوی وو. له دې کبله د ښوونځني دغه ۱۶ کلنه زده کونکي د یوه بهرني سازمان په ملاتړ هم تورنه ده. د فیبرورۍ میاشتې په پای کې د پولیسو یو مامور سخت ټپي کړل شوې وه.
فارک یاغیانو د اوربند اعلان وکړ
د حکومت سره د سولې د تړون پر سر تر توافق وروسته د فارک یاغیانو په کولمبیا کې بشپړ اوربند اعلان کړ. د حکومت وروسته یاغیانو هم سر له نننې دوشنبې د اوربند د عملي کولو ژمنه وکړه. د کابو څلورو کالو د خبرو اترو وروسته د کولمبیا دولت او د فارک ډله پر یو لړ زرعي اصلاحاتو، په دولت کې د یاغیانو پر سیاسي ونډه، د مخدره مواد د قاچاق پر ضد د جګړې په ترڅ کې پر نویو هڅو او قربانیانو ته د تاوان پر ورکړه سلا شول.
آلمان: ۹ زره مهاجر ماشومان لادرکه دي
د روان میلادي کال له پیل راهیسې په آلمان کې د لادرکه شویو مهاجر ماشومانو شمیر دوه چنده شوی. د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي ادارې (BKA) د «نويه اوسنابروکر» ورځپاڼې ته ویلي چې د جولای تر ۳۱ نېټې پوري ۸۹۹۱ مهاجر ماشومان چې بې له کورنیو جرمني ته داخل شوي ول، لادرکه ثبت شوي دي. دا شمیر تر هغه دوه چنده زیات دی چې د ټول ۲۰۱۵م کال په اوږدو کې لادرکه شوي ول.خو زیاته شوې چې زیاتره قضیې جنايي پس منظر نه لري.