د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د ایران ولسمشریزې ټاکنې حسن روحاني ګټلې
په ايران کې محمد حسن روحاني د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي. د تقريبا ټولو رايو تر شمېرلو وروسته روحاني په ۵۸ سلنې رايو خپلولو سره خپل محافظه کار سيال، ابراهيم رئيسي، مات کړی دی. دغه خبره په تهران کې د کورنيو چارو وزارت کړې ده. څه باندې پر ۵۶ ميليونو ايرانيانو باندې په ټاکنو کې د برخې اخيستنې غږ شوی وو. په انتخاباتو کې د خلکو ونډه ۷۰ سلنه وه.
دونلد ترمپ سعودي عربستان ته رسیدلی
د خپل لومړني بهرني سفر په لړ کې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی دی. نوموړی به هلته د نورو تر څنګ له پاچا سلمان او شاهزاده، محمد بن نجيف سره وويني. د راپورونو له مخې د ترمپ په دغه سفر کې به د تسليحاتي سوداګرۍ په هکله توافق وشي چې کچه يې ښايي تقريبا ۱۰۰ میلیارده يورو ته ورسيږي.
د لیبیا په پوځې اډې برید درنه مرګ ژوبله اړولې
د لیبیا حکومت ته وفادارو ځواکونو د مخالفینو پر یوې پوځې اډې برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴۱ کسان وژل شوي دي. دغه خبر د لیبیا د پوځ ځینو کړیو ورکړی دی. د دې برید زیاتره قربانیان د مخالف لوري یعنې د جنرال خلیفه حفتر وفادار جنګیالي دي او پاتې نور یې ملکي کسان ښوول شوي چې په دې پوځي اډه کې یې کار کوو. ملګرو ملتونو دغه برید په سختو الفاظو غندلی دی.
په عراق کې ځانمرګی برید
په عراق کې د يو شمېر ځانمرګو بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۵ انسانان وژل شوي دي. د اسلامي دولت يا داعش په نوم تروريستي ډلې د دغو شپنيو بریدونو پړه منلې ده. څه باندې ۵۰ انسانان د دغو څرګندونو له مخې ټپيان شوي هم دي. يوازې ۲۴ انسانان په پلازمېنه بغداد کې د غبرګو بريدونو په ذريعه ووژل شول. يولس نور سرتېري او ملکيان د سويلي عراق په بندري ښار بصره کې د تلاشۍ په يوې پوستې باندې په يرغل کې ووژل شول.
پر دونلد ټرم د کومي د ګوښه کولو پر سر تازه نیوکې
د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې تېره اوونۍ د روسيې له بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف سره په ليدنه کې د متحده آيالاتو ولسمشر، ويلي دي چې د اف بي آی د مشر، جېمز کومي ګوښه کېدنې له روسيې سره د ده د ټاکنيز ټيم د ممکنه اړيکو د پلټنو له کبله ورباندې وارد شوی فشار راکم کړی دی. کومي دې ته آمادګي ښودلې چې د متحده آيالاتو د استخباراتي پلاوي په رسمي ناسته کې څرګندونې وکړي.