د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
رسنۍ: می چټک برېکسيټ غواړي
د بريتانيا صدراعظمه، تېريزا می، د بېلابېلو ورځپاڼو د راپورونو له مخې غواړي چې له اروپايي اتحاديې څخه ژر او په غوڅ ډول ووځي. يو شمېر بريتانوۍ ورځپاڼې ليکي چې صدراعظمه د اروپايي اتحاديې له داخلي مارکېټ، له ګمرکي اتحاديې او اروپايي ټولنې د محکمې څخه وتل غواړي. د می طرح په دې ترتيب د يوه «غوڅ برېکسيټ» لاره ده، چې اصلي موخه يې له مشترک بازار څخه وتل دي.
د فرانسې په پلازمېنه کې د نژدې ختيځ په اړه غونډه
د څه باندې اوياو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په پاريس کې د نژدې ختيځ د لانجې په هکله خبرې اترې پيل کړې دي. په خپله پرانيستونکې وينا کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، ژن مارک ايرو، خبرداری ورکړی چې د دوو دولتونو د جوړېدلو لاره ښايي «په خطر» کې وي. د کنفرانس برخه وال په پاريس کې د يوه اسرائيلي او فلسطيني دولت د سوله ييز موازي وجود له پاره غواړي هلې ځلې پورته کړي.
د پوليسو تر قتل وروسته درې تنه په بحرين کې اعدام شول
په بحرين کې درې سړي د ډزو په واسطه اعدام شوي دي.هغوی د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د يوه بمي بريد د تر سره کولو له کبله په مرګ محکوم شوي ول. په دغه بريد کې درې تنه پوليسو ووژل شول چې يو يې د متحده عربي اماراتو يو مامور وو. په اعدام محکوم شوي کسان په شعيه مذهبه اقليت پورې تعلق لري، په داسې حال کې چې د پاچا کورنۍ سني مذهبه ده. کتونکي اندېښنه لري چې د دواړو ډلو تر منځ به ترينګلتيا رامنځ ته شي.
د جرمني حاکم ګوندونه فيسبوک ته د جريمې ګواښ کوي
د آلمان حاکم ائيتلاف غواړي چې په انترنېټ کې د غوسو ډکو تبصرو او غلطو خبرونو په وړاندې مبارزه وکړي. دغه خبر د «راينيشه پوست» ورځپاڼې د محافظه کار فراکسيون د مشر، فولکر کاودر، او د آلمان د عدليې د وزير، هايکو ماس، په حواله ورکړی دی. ائيتلاف غواړي په دې ټينګار وکړي چې فيسبوک، تويتر او نورې رسنۍ بايد د شکايت آسانتياوې رامنځ ته کړي چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې بايد غبرګون هم وښېي. که نه نو جريمه به شي.
د سوريې حکومتي ځواکونو پالميرا ته څېرمه عمليات پيل کړي
د سوريې پوځ لرغوني ښار پالميرا يا تدمر ته څېرمه تعرضي عمليات پيل کړي څو د داعش تروريستي ډله له دغې سيمې څخه وشړي. اپوزيسيون ته نژدې د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان له لندن څخه خبر ورکوي چې حکومتي ځواکونو پالميرا ته څېرمه د يوه پوځي هوايي ډګر په شاوخوا کې پرتې سيمې بېرته نيولې دي. له پوځي کړيو څخه ويل شوي چې لومړی بايد د تېلو او ګازو څاهان بېرته ونيول شي.
د برازيل په يوه زندان کې آخ و ډب لږ تر لږه لس کسان وژلي
د دوو مخالفو ډلو تر منځ په آخ و ډب کې د برازيل په يوه زندان کې لږ تر لږه لس انسانان وژل شوي دي. د رسنيو د راپورونو په حواله د «کوماندو دې لا کاپيتال» او د «سينديکاتو دېل کريمېن» ډلو تر منځ په شخړه کې د ناتال ښار په دغه زندان کې، چې د هېواد په شمال کې پروت دی، لږ تر لږه له درو انسانانو څخه سرونه هم پرې کړل شوي دي. نظامي پوليسو د زندان ټوله ساحه کلابنده کړې ده.
چينايي ژبپوه ژو يوګوانګ د ۱۱۱ کالو په عمر ومړ
چينايي ژبپوه، ژو يوګوانګ، چې د چينايي تورو د پين يين ترانسکريپشن په رامنځ ته کولو کې يې مرسته کړې، د ۱۱۱ کالو په عمر مړ شوی دی. ژو د دولتي رسنيو په حواله د جمعې په ورځ د خپلې کليزې تر لمانځنې يوه ورځ وروسته ومړ. ژو لومړی د اوږدمهاله حکومتي مشر، ژو اېنلاي، نژدې ملګری وو. خو وروسته يې له کمويستانو څخه فاصله ونيوله او «پرمختګ يې د دموکراسۍ په لور پرمختګ» وباله.