د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
javascript:;
«د استابول په چاودنه کې شپږ آلمانان هم ټپیان دي»
په استانبول کې د شکمنې چاودنې په ترڅ کې چې لس تنه یې وژلي دي، د «سي ان ان ترک» د معلوماتو له مخې د ټپیانو په ډله کې شپږ آلمانان هم شامل دي. نوموړي چینل زیاته کړې ده په ټپیانو کې یو نارویژنی او د پیرو هیواد یو وگړی شامل دی. نورو ترکي رسنیو د وژل شوو کسانو په ډله کې د آلمانانو خبره هم کړې ده.
اروپا ته د مهاجرت لړۍ ادامه لري
د آژه سمندرگي له لاري د کډوالو د هجوم پای نه تر سترگو کیږي. د سمندري څارونکو د معلوماتو له مخې د یونان له لیزبوس ټاپو څخه د یوې کښتې په واسطه ۱۵۰۰ مهاجر د سه شنبې په ورځ د یونان پيروس بندري ښار ته رسیدلي دي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د نوي میلادي کال په لومړیو لسو ورځو کې په ټوله کې ۱۸۳۳۴ مهاجر او کډوال له ترکیې څخه یونان ته رسیدلي دي.
کویت کې محکمې دوه تنه د مرگ په سزا محکوم کړل
یوې کویتي محکمې د سه شنبې په ورځ دوه کسان د ایران او د حزب الله په نوم د راډیکاله ملیشې له پاره د جاسوسۍ په تور د مرگ پر سزا محکوم کړل. د رویټرز د خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغو کسانو کې یو تن ایرانی او بل یې کویټی دی. په دغه قضیه کې نور شکمن کسان د پنځو او ۲۵ کلونو تر منځ د قید په سزا محکوم شوي دي او درې تنه ته برأت ورکړل شوی دی.
اتریش وایي چې آلمان ډیر شمیر کډوال بیرته وراستولي دي
د اتریش د معلوماتو له مخې آلماني ادارو ډیر شمیر کډوال بیرته اتریش ته استولي دي. زیاته شوې ده چې دا هغه کسان دی چې سکنډیناوي هیوادونو ته غواړي ولاړ شي. د اتریشي پولیسو ویاند ویلي دي چې په دسمبر میاشت کې هره ورځ له ۶۰ تنو څخه د نوي میلادي کال تر پیله دغه شمیر ۲۰۰ تنو ته لوړ شوی دی. زیاته شوې ده چې له آلمان څخه زیاتره بیرته استول شوي کسان سوریایان نه دي، بلکې n افغانستان، ایران، عراق او مراکش دي.
په عراق کې چاودنو تر ۳۰ زیات کسان وژلي دي
د عراق پلازمېنه بغداد کې په یوه مارکیټ کې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي. د عیني شاهدانو په حواله یو شمیر کسانو چې ځانمرگي واسکټونه یې درلودل د موټر بم چاودنې تر سره کولو وروسته پر ودانۍ هجوم وروړ او ډیر شمیر کسان یې برمته ونیول. برید کوونکي وژل شوي دي. همداشان د بغداد شمال ته پروت ښار کې یوې بلې چاودنې تر ۲۰ زیات کسان وژلي دي. د دواړو بریدونو پړه افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر غاړه اخیستې ده.