د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
فرانسې په رسمي توگه له اروپایي شریکانو د ملاتړ غوښتنه کړې
د پاریس تر بریدونو وروسته، فرانسې له خپلو اروپایي شریکانو څخه په رسمي توگه د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې ده. د دیپلوماتانو د وینا له مخې د فرانسې د دفاع وزیر د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کې د اروپا د اتحادیې له غړو هیوادونو څخه په دوه اړخیزه سطحه او د هغه د خپلې خبرې له مخې «د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې» د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
پاکستان کې د اورگاډي پیښې ۱۲ کسان وژلي
د پاکستان په شمال کې د اورگاډي په پيښه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي او شا او خوا سل تنه ټپیان دي. د پاکستان د ریلوې وزیر خواجه سعد رفیق ویلي دي چې جعفر ایکسپرس، نومې اورگاډی د بولان په سیمه کې له پټلۍ څخه اوښتی دی. د چارواکو په وینا ټپیان د اورگاډي په واگنونو کې بند دي او مرستندویه چارې ادامه لري. لا تر اوسه د پیښې علت نه دی معلوم شوی.
فرانسوي الوتکو د «اسلامي دولت» مورچلې په نخښه کړي
د پاریس تر خونړیو بریدونو څلور ورځې وروسته د فرانسې هوایي جېټ الوتکو په سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» مورچلې یو ځل بیا بمبار کړي دي. لکه څرنگه چې د سه شنبې په سهار د فرانسې د دفاع وزارت خبر ورکړی دی، دغه بمبارۍ د نوموړې ډلې په پاخه سنگر رقه، کې تر سره شوي دي. زیاته شوې ده چې د بمباریو هدف د قوماندې او روزنیر مرکز په نخښه کول وو.
ډیر امریکایي ایالتونه سوریایي کډوال نه غواړي
د پاریس د بریدونو وروسته د امریکا تر شلو زیاتو ایالاتونو چې د جمهوري غوښتونکو له لوري اداره کیږي، د سوریایي کډوالو د منلو پر ضد خبره کړې ده. د ټیکساس گورنر په یوه لیک کې د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ته لیکلي دي چې د افرطي ډلې «اسلامي دولت» له لوري گواښ ډیر رښتینی ښکاري دي. په دغه لیک کې وړاندې راغلي دي چې داسې بریښي چې یو سوریایي کډوال د پاریس د بریدونو د عاملینو په ډله کې وي.
سعودي عربستان له امریکا ۱۹۰۰۰ بمونه رانیسي
د امریکا متحدو ایالاتو حکومت تر یوه میلیارد زیاتو ډالرو په ارزښت له سعودي عربستان سره د وسلو یوه معامله تصویب کړه. په واشنگټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې سعودي عربستان د خپل پوځي ځواک له پاره ۱۹۰۰۰ بمونه رانیسي چې ارزښت یې شا او خوا ۱،۳ میلیارده ډالرو ته رسیږي. د وسلو په دغه معامله کې ۱۲۰۰۰ بمونه، ۱۵۰۰ هغه بمونه چې ځمکې لاندې سمڅې ویجاوړي او د لایزر په واسطه کنترلیدونکي ۶۰۰۰ بمونه شامل دي.
روسیه: مسافر وړونکي الوتکه د ترهگریز برید ښکار شوې
د روسیې د امنیت فدرالي ادارې یا (FSB) مشر الکسیندر بورتنیکوف ویلي دي چې تیره میاشت په مصر کې یوه تروریستي یرغل د روسۍ الوتکې د سقوط سبب شوی دی. دغه خبر د روسیې دولتي خبري آژانس TASS ورکړی دی. د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نیټه د میترو جیټ ایربوس یوه روسۍ مسافر وړونکي الوتکه د مصر له شارم الشیخ څخه د سنت پیترزبورگ پر لور روانه وه، چې په سینا کې راولویده او پکښې سپاره ټول ۲۲۴ تنه ووژل شوي.