د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
آلمان غواړي چې رد شوي افغانان بېرته افغانستان ته ولېږي
د يوې ورځپاڼې د راپور له مخې د آلمان حکومت غواړي چې په زياتېدونکې کچه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي. د «فرانکفورتر آلګېماينه» په حواله د لويديځ بالکان سيمې حکومتي او دولتي مشران د يکشنبې په ورځ په بروکسل کې سره راغونډيږي. د آلمان د صدارت ماڼۍ په غوښتنه دې د دغې غونډې په وروستۍ بيانيه کې پر اروپايي کيسيون باندې غږ وشي چې له افغانستان سره د بيا ستنېدونکو کډوالو په هکله يو تړون لاسليک شي.
د اروپايي کميسيون مشر غواړي د اروپا د بهرنيو پولو کنترول ډېر کړي
د کډوالو د کړکېچ په هکله په بروکسل کې له راغوښتل کېدونکې سرمشريزې مخکې د اروپايي کميسيون مشر، ژن کلود يونکر، د بالکان پر هېوادونو باندې غږ کړی دی چې د په لسونو زرو تېرېدونکو کډوالو پالنه دې ښه کړي. د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته يې وويل چې «وخت لنډ دی، که پام ونه شي، نو داسې کورنۍ به ووينو چې د بالکان په يخو سيندونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»
د مونته نېګرو د حکومت په ضد مظاهره وشوه
د حکومت په زرونو مخالفينو د مونته نېګرو په پلازمېنه، پودګوريسا کې يو ځل بيا د لومړي وزير، ميلو جوکانويچ، استعفا غوښتې ده. ځينو مظاهره چيانو په تشدد سره هڅه وکړه چې د پارلمان چاپېره د پوليسو کټارې ماتې کړي. پوليسو لاريون د اوښکي بهونکي ګاز په مرسته سره وپاشه. د کورنيو چارو د وزارت په خبره ۱۵ تنه پوليس او ۲۵ مظاهره چيان ژوبل شول. جوکانويچ استعفا رد کړه، خو د وخت مخکې انتخاباتو وړانديز يې وکړ.
د عاج په ساحل او تنزانيا کې د ولسمشرۍ انتخابات تر سره کيږي
د اروپايي ټولنې پر هیوادونو د مهاجرو د ویش په تړاو د رامنځ ته شوي تړون له مخې نن، چهار شنبه نور ۶۸ مهاجر له اېتاليا څخه سویډن ته انتقال شوي دي. له دغو مهاجرو څخه یې ۴۹ اریتریايي او ۱۹ سوريايي وګړي دي. کابو دوې اوونۍ د مخه هم ۱۹ اریتریان سویډن ته رسول شوي ول. په دې توګه د اروپايي ټولنې پر غړو هیوادونو د ټولو ۱۶۰ زرو مهاجرو د ویش پروسه ډيره ورو پر مخ روانه ده.
په اوکراين کې محلي انتخابات له ستونزو سره مل پيل شول
له ستونزو سره مل، په اوکراين کې محلي او د ښاروالۍ لپاره انتخابات پیل شول. د انتخاباتو د ښاري کميسيون يوه غړي په ماريوپول کې وويل چې په دغه بندري ښار کې انتخابات لغوه شوي دي چې دليل يې د رايو د پاڼو کمښت په ګوته شوی دی. د ماريوپول په نوم مهم ستراتيژيک ښار د اوکراين په ختيځ کې پروت وروستی ښار دی چې کنترول يې د اوکرايني پوځ په لاس کې دی.
په زرونو انسانانو په اسراييل کې د سولې له پاره مظاهره وکړه
په زرونو انسانانو په تل ابيب ښار کې د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په حق کې مظاهره وکړه. مظاهره چيانو د لومړي وزير، د حکومت پر سياسي تګلارې باندې هم انتقاد وکړ. نتانياهو اوس ټينګار وکړ چې د حرم شريف په سيمه کې برقراره حالت په خپل ځای پاتې کيږي چې له مخې يې د حرم شريف د غونډۍ په سر يوازې مسلمانان د لمونځ کولو حق لري، په داسې حال کې چې يهودان ورڅخه يوازې ليدنه کولای شي.