د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
کردي ملېشو پر داعش د بريا ادعا کړې
کردي ملیشو د عراق په شمال کې پروت د سنجار په ښار کې پر افراطي ډلې «اسلامي دولت» باندې د برلاس توب د تر لاسه کولو خبره کړې ده. د کردي سیمو خپلواکمنې ادارې ویلي دي چې د یوې سترې حملې وروسته چې د نړیوال پوځي ائتلاف له ملاتړ څخه برخمنه وه «اسلامي دولت» ماتې خوړلې او په تیښته ده. زیاته شوې ده چې د کردي پیشمرگه، په سلونو ملیشو له ټولو خواوو پر ښار باندې یرغل وکړ او مهمې ودانۍ یې نیولي دي.
سان سوچي د میانمار پارلماني ټاکنې وگټلې
د نوبل د سولې د جایزې گټونکي آنگ سان سوچي گوند د میانمار په تاریخي ټاکنو کې بریا اوس په رسمي توگه اعلان شوې ده. د جمعې په ورځ د ټاکنو د رسمي پایلو له مخې د دیموکراسۍ له پاره ملي لیگ یا ان ال ډي، د پارلمان له ۶۵۷ څوکیو څخه د ۳۴۸ څوکیو په گټلو سره غوڅ اکثریت تر لاسه کړی دی. په ټاکنو کې د سان سوچي گوند د پارلمان په دواړو خونو کې د اکثریت د تر لاسه کولو له کبله کولای شي ولسمشر وټاکي او حکومت جوړ کړي.
آلمان ته کابو هره ورځ ۷۰۰۰ کډوال راځي
آلمان ته کابو هره ورځ له اوو څخه تر اتو زرو کډوال راځي. د جمعې په ورځ پوتسدام کې د آلمان فدرالي پولیسو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ټول آلمان ته ۷۷۰۴ پناه غوښتونکي راغلي دي. په دې سره د تیرې شنبې له ورځې راهیسې ۴۶۹۶۰ تنه نوي مهاجر آلمان ته راغلي دي چې درې پر څلورمه برخه یې د بایرن ایالت ته رسیدلي.
په بغداد کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي دي
د عراق د امنیتي چارواکو او روغتیا پالو په وینا په پلازمینه بغداد کې د شیعه مذهبو مسلمانانو د جنازې په مراسمو کې ځانمرگي برید ۱۲ تنه وژلي دي. د چارواکو په وینا د عراق په سویلي څنډه امیل کې دغې چاودنې ۳۲ تنه ټپیان کړي هم دي.
په سوريه کي بشري مرستو ته اړتيا ده
په سوریه کې روانۍ جگړې له کبله ملگرو ملتونه په راتلونکي کال کې هم د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د اړتیا اټکل کوي. د ملگرو ملتون د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي سټیفن اوبرین برلین د ته د سفر پر مهال دې ته اشاره کړې ده چې ښایي په راتلونکي کال کې شا او خوا اووه میلیارده یورو ته اړتیا وي. نوموړي بریتانوي دیپلومات د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دا گرانه ده چې راتلونکی کال دې دغه څه کم وي.