د نړۍ مهم خبرونه په انځور کې
د نوبل سولې جایزه د تونس څلورگوني سازمان وگټله
د سولې د نوبل سږنې جایزه د تونس څلورگوني ملي ډیالوگ سازمان ته ورکول کیږي. دغه خبر نارویژني ژوري هیئت په اوسلو کې ورکړی دی. د دغې کمېټې مشر ویلي دي چې له دې کبله دغه څلور گوني سازمان غړي ستایل شوي دي چې د تونس د ۲۰۱۱ کال د یاسمین انقلاب په ترڅ کې د یوې ټول شمولي دیموکراسۍ د رامنځ ته کیدو له پاره مهمه ونډه اخیستې ده.
«اسلامي دولت» د سوریې په شمال کې ډیره سیمه نیولې
د بشري حقونو د فعالانو د وینا له مخې ترهگرې ډلې «اسلامي دولت» د سوریې په شمال کې ډیره سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. لندن میشته د بشري حقونو سوریایي سازمان ویلي دي چې تندلارو د حلب ښار ته څیرمه ډیره سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده چې تر اوسه د سوریایي پاڅون کوونکو په کنترول کې وه. د نوموړي سازمان په وینا ډیر شمیر کسانو ته مرگ ژوبله هم اوښتي ده.
څیړنه: هر کال ۱۲۰ میلیونه نجونې د جنسي تاوتریخوالي قرباني کیږي
د نجونو د نړیوالې ورځې په درشل کې چې د اکتوبر ۱۱مه نیټه ده د نړۍ د نفوس نومې بنسټ د نجونو پر وړاندې د جنسي زور زیاتوالي په هکله یوه څیړنه خپره کړې ده. د دغه بنسټ مشرې ریناته بیر ویلي دي چې داسې اټکل کیږي چې په نړیواله کچه ۱۲۰ میلیونه نجونې له جنسي تاوتریخوالي څخه اغیزمنې شوي دي.
د امریکا په اریزونا ایالت کې د ډزو په پيښه کې یو تن وژل شوی
د امریکا متحدو ایالاتو د اریزونا ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو په پیښه کې یو تن وژل شوی او نور درې تنه ټپیان شوي دي. د شمالي اريزونا پوهنتون، د ټولنیزې شبکې ټویټر په لنډ پیغام کې لیکلي دي چې برید کوونکی نیول شوی دی. د متحدو ایالاتو د ډیر شمیر رسنیو د رپوټونو له مخې دغه پیښه د شپې پر مهال د پوهنتون په انگړ کې رامنځ ته شوې ده. خو د دغې پیښې شالید نه دی معلوم.
لیبیا کې د ملي یووالي د حکومت پر جوړیدو توافق
په لېبیا کې دښمن گوندونه د ملي یووالی د حکومت پر جوړیدو باندې راضي شوي دي. د ملگرو ملتونو منځگړي بیرناردینو لیون، د مراکش هیواد په الصخیرات کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د توافق په پروسه کې د لیبیا د ټولو سیمو د بیلابیلو گروپو تر ۱۵۰ زیاتو استازو گډون کړی وو. د نوي حکومت مشر به فیاض سراج وي.