د نړۍ مهم خبرونه په انځور کې
پاکستان: په هوایي بریدونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د افغانستان پولې ته څیرمه په قبایلي سیمه کې یې د «دقیقو» هوایي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو مورچلې په نخښه کړي دي. ویل شوي دي چې په دغو بمباریو کې ۲۵ یاغیان وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د پنجشنبې په ورځ دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې تر سره شوي دي. د پاکستان پوځ په دې هکله نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
په کندز کې تصفیوي عملیات ادامه لري
د افغانستان د اردو ځانگړي ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د کندز مرکز ته رسیدلي او له دغه ښار څخه یې د طالبانو په ایستلو پیل کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې «امنیتي ځواکونو د ښار کنترول تر لاسه کړی دی.» زیاته شوې ده چې «تصفیوي عملیات» به یو څه وخت ونيسي، ځکه چې ځیني طالب جنگیالي د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي.
په حج کې د مړو شوو ایرانيانو شمیر ۴۶۴ ته لوړ شوی
سږ کال په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې د گڼې گوڼې پر مهال د رامنځ ته شوې پیښې په ترڅ کې د وژل شوو ایراني حاجیانو شمیر د رسمي معلوماتو له مخې دوه برابره لوړ شوی دی. لکه څرنگه چې د ایران د حج د چارو تنظیموونکې کمېټې نن په تهران کې وویل په دغه پیښه کې ۴۶۴ ایراني حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر دې دمخه د هغوی شمیر ۲۴۱ تنه ښوول کیده.
«د کډوالو د کړکیچ په ترڅ کې سختې پریکړې اړیني دي»
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د آلمان د فدرال حکومت له لوري د پناه غوښتنې د شرايطو د سختولو په هکله د پلان شوي قانون پر ضد د نیوکو دفاع کړې. توماس دیمزیر په پارلمان یا بوندستاگ کې د لومړنیو پلانونو په هکله د بحث په ترڅ کې ویلي دي چې د کډوالو ستر هجوم ته په کتو سره باید سیاست هم سختې پریکړې وکړي. د هغه په خبره د پناه غوښتنې اوسنی سیستم د مهاجرو د اوسني ستر هجوم له پاره نه دی عیار شوی.
«روسي جېټ الوتکو یو ځل بیا پر سوریه کې بمباري کړې ده»
روسي جنگي جېټ الوتکو یو ځل بیا نن د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د یاغیانو مورچلې بمبار کړي دي. دغه خبر د «المیادین» په نوم لبناني تلویزوني چینل ورکړی دی. د نوموړي تلویزون د رپوټ له مخې لږ تر لږه د ۳۰ هوایي بریدونو اصلي هدف شمال لویدیځ ښار جسر الشغور وو، چیرې چې د القاعدې له ترهگرې شبکې سره تړاو درلودونکي «النصره جبهه» هم میشته ده.
بانکي مون د کډوالو په کړکیچ کې د یووالي غږ کړی
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د مهاجرو کړکیچ ته په کتو سره په نړیواله کچه د گډ کار کولو له پاره غږ کړی دی. بانکي مون په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې په یوه ځانگړې غونډه کې ویلي دي: «که چیرې موږ نړیوال یووالی ولرو، نو پر غمجنو صحنو باندې برلاس توب تر لاسه کولای شو.» بانکي مون په دغه غونډه کې د مهاجرو په وړاندي د پرانیستې غیږ په خاطر د آلمان له حکومت څخه مننه وکړه.