د نړۍ مهم خبرونه په انځور کې
د اسلامي دولت او بشارالاسد پر ضد د اقداماتو غوښتنه
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر له اروپا څخه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د پریکړنده اقداماتو غوښتنه کړې ده. توماس دیمیزیر چې د مسیحي دیموکرات گوند سیاستوال دی په برلین کې د «ټاگیس شپیگل» په نامه ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ باید قتلونه هیر نه کړو.» هغه زیاته کړې چې اروپا داسې امنیتي سیاسي ستراتیژۍ ته اړتیا لري چې یوازې دیپلوماسۍ پورې محدوده نه وي.
د الافصی مسجد شا او خو سیمه کې آخ او ډب رامنځ ته شوی
اسرائيلي پولیسو د بیت المقدس په حرم شریف کې د هغو فلسطیني ځوانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلن کړی دی چې په مؤقتي توگه یې د الاقصی په مسجد کې سنگر نیولی وو. کله چې د یکشنبې په سهار ماسک لرونکو ځوانانو پر الاقصی مسجد هجوم وروړ، نو پر پولیسو یې د تیږو او پټاکيو په واسطه گوذارونه وکړل. امنیتي ځواکونو د دغه عبادت ځای مخې ته له اوښکي بهونکي گاز څخه کار واخیست.
د ترکیې په سویل ختیځ کې درې پولیس وژل شوي دي
د ترکیې په سویل ختیځ کې د کردانو کارگر گوند یا PKK په دوو بریدونو کې درې پولیس وژل شوي دي. شرناق ته څیرمه د یوه موټر بم په چاودنه کې دوه تنه پولیس وژل شوي او نور پنځه تنه بیا ټپیان شوي دي. زیاته شوې ده چې پولیسو بیا دوه تنه شکمن بم ايښودونکي وژلي دي. زیاته شوې ده په دیارباکر کې یو بل پولیس د یوه توغندي په برید کې وژل شوی دی.
په مونشن کې د کډوالو کړکیچ لا پسې زور اخلي
د آلمان په مونشن ښار کې د مهاجرو کړکیچ مخ پر زیاتیدو دی. یوازې د شنبې په ورځ له هنگري څخه د بایرن ایالت دغه مرکز ته لس زره کډوال ورغلي دي. د بایرن ایالتي حکومتي مشر کریستوف هیلن برانډ، ویلي دي چې له زرو څخه تر ۵۰۰۰ کسان د بیړنیو سرپناوو له کمښت سره مخامخ دي. د هغه په خبره دغه خلک باید تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کړي.
د یمن حکومت د سولې له پلان شوو خبرو اترو پر شا شوی دی
په تبعید کې د یمن حکومت د راتلونکې اوونۍ له پاره له حوثي یاغیانو سره د سولې له پاره د پلان شوو خبرو اترو څخه پر شا شوی دی. د یمن د دولتي خبري آژانس سبا د معلوماتو له مخې د یمن حکومت مشرتابه چې په سعودي عربستان کې د تبعید په حالت کې دی غواړي چې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب له یاغیانو سره یوازې هغه وخت خبرې اترې وکړي چې له لویو ښارونو څخه ووځي او حکومت په رسمیت وپیژني.